د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له کام ایر هوایي شرکت سره د همغږۍ ګډه ناسته او په ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې د حاجیانو د لېږد او راستنیدو وروستی تړون لاسلیک شو.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۲۰:۲۳
کام ایر

شوال ۱۴۴۴ هـ ق (۱۹ ثور ۱۴۰۲ هـ ش) د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او کام ایر هوایي شرکت ترمنځ ګډه ناسته نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ د ياد هوايي شرکت د مسؤلينو او د دغه وزارت د مسؤلينو په شتون کې ترسره شوه. په دې ناسته کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: الحمدلله سږ کال دویم کال دی چې د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج بهیر تنظیم او اداره کوي او په دغو دوو کلونو کې د کام ایر هوایي شرکت له دغه وزارت سره سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او رالېږد په برخه کې همکاري کوي او د نورو اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ کې موږ هڅه وکړه چې دا پروسه په اغیزمنه توګه پرمخ بوځو او له کام ایر هوایي شرکت څخه غوښتنه کوو چې له دغه وزارت سره په همغږي د حاجیانو د لېږد او بیرته راستنیدو بهیر په ډېر اخلاص او جدي توګه تنظیم او مدیریت کړي. چې حاجیان په اسانۍ سره د یاد شرکت له خدمتونو ګټه پورته کړي او ترڅو پخیر او سلامتۍ سره افغان حاجیان حرمینو شریفینو ته انتقال او د حج فریضې د اداء کولو وروسته هیواد ته راستانه کړي. ورپسې د کام ایر هوايي شرکت معاون محترم آتیلا کامگار د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: زموږ شرکت د افغانستان مجاهد ولس او د اسلامي امارت د اقتصاد یوه برخه ده، موږ هڅه کوو چې د هیواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته حاجیان انتقال او برعکس، (هیواد ته د حاجیانو د راستنیدو) پروسه په بریالیتوب سره ترسره وکړو. نوموړي زیاته کړه، چې د سږني کال د حج په پروسه کې د کام ایر هوایي شرکت خپل بشپړ تخنیکي او عملیاتي چمتووالی په لاس کې لري. په دې غونډه کې د حج د پروسې د دلېږد په بهیر او د هیواد دننه او سعودي عربستان کې په هوايي ډګرونو او اړوندو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشوې. د حاجیانو د لیږد په وخت کې د احتمالي ننګونو په تړاو معقول او اغیزمن وړاندیزونه وشول او په نېږدي وخت کې د الوتنو د پیل په اړه لازم تصامیم ونيول شول او د حج د ملي کميټې د پريکړې له مخې په دغې غونډه کې چې نن ترسره شوه، د ارشاد، حج او اوقافو وزير په حضور کې، د کام ایر هوايي شرکت معاون آتیلا کامگار او د دغه شرکت د مديره هيئت مسؤلينو په ګډون د ۱۴۴۴ هجري قمري کال چې له ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره برابره ده، بیت الله شریفي ته د حاجیانو د لېږد او راستنیدو د بهیر لپاره د هوايي خدمتونو تړون لاسلیک کړل. یاده ناسته د پخوانیو ناستو په دوام د حاجیانو د لیږد او بیرته راستنیدو په برخه کې د چټکتیا او حاجیانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه. د کام ایر هوایي شرکت د حج بهیر په جریان کې د وړاندې شوو شرایطو مطابق او د هوایي چلند د موجوده معیارونو په پام کې نیولو سره د (۳۰) زره تنه حاجیانو ځانګړې شوې سهمیه سعودي عربستان ته د حج مراسمو د اداء کولو لپاره انتقال او له مراسمو وروسته یې بېرته هېواد ته راستانه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت (۳۴۶) تنه حجاج پکې شامل وو او د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې نن سهار په ۳:۳۰ بجو د کام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو

جمعه، ۳۰/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۸/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا نن سعودي عربستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر د پیل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

BACK TO NEWS