له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ بشپړه شوه.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۹:۸
روند برگشت حجاج

۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۱۱ اسد ۱۴۰۲ هـ ش)

د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېد او هېواد ته د حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ د مدینې منورې څخه هېواد ته د وروستۍ الوتنې په را رسېدو سره نن بشپړه شوه.

د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د حاجیانو وروستۍ الوتنې ته د هرکلی په موخه غونډه جوړ شوي وه، چې په کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال  مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مرستیال مولوي صدیق الله عابد، د کابل نړیوال هوایي ډګر عمومي رئیس عبدالهادی محمد، د کام ایر هوایي شرکت معاون اتیلا کامګار او نورمسؤلین او د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیالانو او مزکري رئیسانو ګډون درلوده.

غونډه د قرآن کریم دڅو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي خبري وکړی او ويې ویل، ډېر د خوښۍ ځای دی چې افغان حاجیان د حج دفریضې له اداء کولو وروسته هېواد ته راستانه شول.

نوموړي وویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له رهبرۍ څخه منندوی یو چې په ډیر اخلاص او صداقت سره یې یاده پروسه تنظیم او مدیریت کړه.

محترم حنفي صاحب زياته کړه، چې د  ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شپې او ورځې هلو ځلو په نتيجه کې د اړوندو ارګانونو په همګارۍ د هېواد دننه او سعودي عربستان کې د افغان حاجيانو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره غوره اسانتياوې رامنځته شوي وي.

ښاغلي حنفي د خپلو خبرو په پای کې دغو حاجیانو ته د بیرته راستنېدو دهرکلي ویلو ترڅنگ د مبرور حج دعاء وکړه.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب دخپلې عالمانه وینا په ترڅ کې وویل: سږ کال د خدای ﷻ په نصرت سره مونږ وکوالی شول، چې په ډېرو کمو امکاناتو سره څه دپاسه  (۳۰) زره افغان حاجیان د حج دمناسکو د اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته ولېږدول شي او د حج د مراسمو وروسته بیرته خپل هېواد ته په خیر او عافیت سره راستانه کړل شي .

نوموړي زیاته کړه، له سعودي عربستان څخه نن کابل نړیوال هوایي ډګر ته د حاجیانو د وروستي کاروان په را رسېدو سره د حج بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

ښاغلي ثاقب وویل، د کام ایر هوایي شرکت له رهبرۍ څخه مننه کوو، چې په ډېر اخلاص او حوصله مندۍ سره یې افغان حاجیان سعودي عربستان ته انتقال او بیرته هېواد ته راستانه کړل او د ټولو هغو امارتي ادارو له مسؤولینو څخه هم مننه کوو، چې په دغه پروسه کې یې له موږ سره همکاري کړې ده او همداشان د سعودي عربستان شاهي دولت څخه هم مننه کوو، چې په هره برخه کې حجاج کرامو ته په تیره افغان حاجیانو ته غوره اسانتیاوی برابري کړې وي

محترم ثاقب صاحب همدا راز افغان حاجیانو ته په وینا کې وویل، چې د حج د مراسمو له اداء کولو وروسته دوی ډېر  نیکمرغه دي، نو اړینه ده چې وروسته له دې خپل ژوند د شریعت له اصولو او احکامو سره برابر تیر کړي.

په دغه غونډه کې یو تن افغان حاجی چې سږ کال یې د فرضي حج په مراسمو کې ګډون کړې و وویل، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په مکه معظمه او مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره هر ډول اسانتیاوې را منځته شوې وې او حاجیان ډېر زیات خوښ وو او هیڅ ډول ستونزې یې نه درلودلې.

په یاده غونډه کې د کام ایر هوایي شرکت په استازیتوب کپتان جاهد عظیمی خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې په یاد شرکت باندیې اعتماد او باور کړي وو، غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیدله .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

 ۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۲۲:۱۰
Background image

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریاليتوب سره بشپړه شوه

۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ چې د حج د مناسکو تر بشپړېدو وروسته په منظم ډول پیل شوې وه، په بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړنۍ پروزا ترسره شو

۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۵ سرطان  ۱۴۰۴ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړی کاروان چې (۸۲) تنه  معتمرین پکې شامل وو، نن د کابل له. . .

BACK TO NEWS