د ارشاد، حج او اوقافو وزارت استازی د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له مرستیال سره په دغه هېواد کې وکتل.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۹:۵۷
ملاقات

۲۸ جمادي الثانیة ۱۴۴۵ هـ ق ( ۲۰ جدي ۱۴۰۲ هـ ش)

جده: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت با صلاحیته استازی محترم مولوي عبدالولي حقاني نن د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له معین دکتور عبدالفتاح مشاط سره وکتل.

په دې کتنه کې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د افغانستان لپاره د (۳۰) زره تنو د حج سهمې قرارداد لاسلیک کول او په نورو مهمو مسايلو کې لکه: د اوقافي ملکیتونو (د افغاني رباط او سلیماني رباط) د بیرته ورکولو موضوع، د حج د سهمې زیاتوالی او همدارنګه د بانکي حوالو ستونزې او د حج اړوند نورو ستونزو د حل لپاره بحث وشو او د سعودي عربستان لخوا ورته په دې برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

BACK TO NEWS