د ارشاد، حج او اوقافو وزير د تركيې په استانبول ښار كې د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه كې وينا وکړه.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۲۴
سفر ترکیه

دوشنبه ۵ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۴ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

نن د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې چې د ترکیې هېواد  په استانبول ښار جوړه شوې وه د خپلې وینا په مهال وویل: زما لپاره د ویاړ ځای چې په داسي لوی کنفرانس کې ګډون کوم چې په کې د اسلامي نړۍ ډېر علماء (د دین ستوري) هم حضور لري، زه د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) څخه مننه کوم چې په دې حساس وخت کې یې د اسلامي امت پر وړاندې د شته ننگونو د حل لارو چارو پیدا کولو په خاطر د اسلامي نړي د علماء داسې مشورتي کنفرانس جوړ کړي ده.

نوموړي زیاته کړه: چې نن ورځ مختلفو فکري، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي  ناورینونو اسلامي امت له ننګونو سره مخ کړي چې په پایله کې د اسلامي هېوادونه د کمزوری کېدو سبب رځیدلي دي، چې اسلامي امت په ډېره جدي توگه د هغو درملني ته اړتیا لري، او یواځی علماء کرام کولای شي چې په دې حساس وخت کې د اسلام مبین دین د لارښوونو سره سم  د دې امت د خلاصون او لاس نیولو لامل وګرځي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر زیاته کړه: چې اقصی جومات یواځي په فلسطین پورې اړوند نه دي بلکه په ټول اسلامي امت پورې اړه لري د اقصی جومات تاریخ د انبیاوو علیهم السلام د حضرت آدم علیه السلام څخه پیل او تر اخرین پېغمبر حضرت محمد ﷺ پورې رسېږي او پیغمبر  صلی الله علیه وسلم له دغه مقدس ځای څخه د اسمانونو په لوري عروج کړي دی، نن ورځ د فلسطین مظلوم خلک په وحشيانه ډول تر برید لاندې راغلي دي او په سلګونو مسلمانان هره ورځ د ماشومانو او ښځینوو په ګډون په شهادت رسېږي، اوس په اسلامي امت پورې اړه لري چې ترڅو په یوالي او اتفاق سره د ددغو جنایاتونو په وړاندې مخالفت وکړي  او د فلسطین خلکو سره خپل قاطع ملاتړ اعلان کړي.

اسلامي امارت او د افغانستان مجاهد اولس په غزه او فلسطین کې چې څه تیریږی سخت دردمند او متاثر دې، ځکه د ننني فلسطین په څېر افغانستان هم نیمه پیړۍ کېږی چې دشورویانو او امریکایانو د اشغال په وخت کې له افغان اولس سره ډېر ظلمونه او جنایتونه ترسره شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د فتحې او بریا وروسته له شرق څخه تر غربه او له شمال څخه تر جنوبه پورې په ټول هېواد کې امنیت تأمین کړي ده  او د اسلامي نظام په رأس کې علماء کرام قرار لري شریعت او عدالت الحمدلله د ژوند په ټولو برخو کې نافذ دی او خلک د نظام تر څنګ ولاړ دي.

د افغانستان اسلامي امارت د هېواد اقتصاد د ودې لپاره ډیری هڅې پیل کړي دي، ډیرې کټوری پروژی په مرکز او ولایتونو کې ترسره کیدو په حال کې دی، اسلامي امارت هڅه کوي چې خلکو ته د کارموندنې زمینه برابره کړي.

سربیره پردې، اسلامي امارت د نشه یي توکو کښت او سوداگري په جدي توگه منع کړي ده او په ضد یې قاطعانه اجراات کوي کوم چې د بشریت په وړاندي لوي ګواښ بلل کیږی.

په اخیر کې باید ووایم چې اسلامي امارت د سیمې، نړۍ او په ځانګړي توگه له اسلامي هېوادونو سره ښې او متقابلي اړیکې غواړي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

BACK TO NEWS