د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کابل کې د ترکیې هیواد د لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۶:۲۴
ترکیه

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ریاست له مرستیال ښاغلي پوهنوال سلیم ارگون او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د لیدنې په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې  د ترکیې هېواد  د علماوو او لوړ پوړو  چارواکو راتګ افغانستان ته د اسلامي امارت سره د دوامداره  تعامل او همکاريو  ښکاروندیي کوي، ښاغلي ثاقب په خپلو خبرو کې ترکیې هېواد ته د خپل وروستي سفر یادونه هم وکړه  او وې ویل په اسلامي نړۍ کې د ترکیې هیواد نقش مهم او ارزښتمن دی او د استانبول په تاریخي ښار کې د اسلامي هېوادونو د علماوو مشورتي کنفرانس د دغه نقش او همکاریو ښکاره مثال  دی

نوموړي  په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو  د یووالي  او د ستونزو د حل لپاره د اسلامي هېوادونو د  دغه شان ګډو هڅو د دوام غوښتنه وکړه.

ورپسې د ترکیې هېواد د دیني چارو مرستیال ښاغلي سلیم ارګون په افغانستان کې د اسلامي امارت د وروستیو پرمختګونو او لاسته راړونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړ دواړه اسلامي او دوست هېوادونه په دیني ،کلتوري او مذهبي چارو کې ورته والی لري . او د اړیکو د لا ټینګښت او پراختیا لپاره باید د دواړو هېوادونو استازي یو له بل سره لیده کاته نور هم زیات کړي.  نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې  د ترکیې په ګډون ټول اسلامي هېوادونه باید له اسلامي امارت سره  په  بېلا بیلو برخو  کې همکاریو ته دوام ورکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د راغلو میلمنو له څرګندونو او د افغانستان په اړه د دوی د مثبت دریځ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه الحمدلله په افغانستان کې اسلامي او شرعي نظام قایم دی، د ټولو اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توگه د ترکیې هېواد سره د ښو مثبتو  او دوامداره اړیکو غوښتنه کوو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۱۸:۲۱
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د دېرش (۳۰) زره حاجیانو د لیږد بهیر په بریالیتوب سره ترسره شو

پنجشنبه  لوموړي د ذوالحجې ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۸ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هلو ځلو د هېواد له څلورو پروازي زونونو (کابل، بلخ، هرات او کندهار). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۸
Background image

په مکه مکرمه کې د مناسکو کمېټې د افغان حاجیانو د خدمت او همغږۍ په موخه له معلمینو سره غونډه ترسره کړه

شنبه ۲۶ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۳ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

په مکه مکرمه کې د مناسکو کمېټې مسؤولینو  د حاجیانو له معلمینو سره غونډه ترسره کړه، په دې غونډه کې د حج په مبارکو ورځو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۵۰
Background image

په مکه معظمه کې افغان حاجیانو ته مشاعر له نږدې وروپیژندل شول

شنبه ۲۶ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۳ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د مکې مکرمې دمناسکو کمېټې له لوري  په لویه کچه افغان حاجیان د دوی د معلمینو په ملتیا د مجهزو بسونو په واسطه مشاعرو (منیٰ،. . .

BACK TO NEWS