د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت له مسؤلینو سره وکتل

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۶
لغمان

۲۲ ربیع الأول ۱۴۴۶هـ ق (۴ میزان ۱۴۰۳هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب او ورسره مل پلاوي ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه په داسې حال کې لیدنه ترسره کړه چې دلغمان ولایت والي او د دې ولایت یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله.

غونډه دقران كريم په تلاوت سره پیل شوه، د غونډې په پیل کې د لغمان ولایت والي شیخ شیر احمد حقانی خبری وکړئ نوموړي په خپلو خبرو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنگ  وویل: الحمد لله په افغانستان کې اسلامي او شرعي نظام قایم دی او دغه نظام د ډیرو قربانیو په پایله کې راغلي، اوس په موږ لازمه ده، چې ساتنه یې وکړو.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د ارشاد،حج او اوقافو د وزیر صاحب حتیځ زون ته دغه سفر مجاهدینو په تشویق او د کارونو په ښه پرمخ بیولو کې خورا زیاته مرسته کوي او موږ ولایتي مسوولین متوجې کوي چې مشران زموږ کړنې له نږدې څاري.

همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې په لغمان ولایت کې د ټولو ادارو ترمنځ په لوړه کچه همغږي او همکاري موجوده ده او په ځانگړې توگه د ارشاد، حج او اوقافو ریاست کوشش کوي.

چې په حج، ارشادی، اوقافي برخو کې ولس ته پروخت او اړین خدامات وړاندې کړي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر خپله عالمانه وینا د غونډې ګډونوالو ته واوروله، نوموړي په خپلو خبرو کې د لغمان ولایت له مسؤلینو، علماء کرامو او مجاهدینو له کارونو او په دندو کې له اخلاصه څخه خوښي څرگنده کړه چې ټول مسؤلین په ډیره ایماندارۍ او صداقت سره خپلې دندې سرته رسوي.

ښاغلي ثاقب وویل، مونږ او تاسو باید الله ﷻ شکرگزاره وواسوو، چې په وطن کې مو شرعي نظام قایم دی او تر بل هر وخت د ولس او دولت ترمنځ فاصلې کمې شوې او اسلامي امارت له خپل ولس سره له نږدې کار کوي.

نوموړي د یاد ولایت مسؤلینو او منسوبینو ته په خطاب کې وویل: چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د ولایتي مسؤولینو کارونه او فعالیتونه څاري او دوی باید نور هم کوشش او هڅه وکړي چې خپل ورسپارل شوې دندې په پوره اخلاص، صداقت او روڼتیا سره ترسره کړي، او دوی باید ټولو هغو چارو ته جدي پاملرنه وکړي، چې د اسلام، هېواد او ولس په گټه وي.

همداشان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: زموږ وزارت په ټول هېواد کې د حج، ارشادي، او اوقافي برخو کې خدمتونه ترسره کوي او لا هم هوډ لرو چې په دغو دریو یادشویو برخو کې پراخ خدمات خپل اولس ته وړاندي کړو.

غونډه د دعائیې په کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

BACK TO NEWS