د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
پرواز اول

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت (۳۴۶) تنه حجاج پکې شامل وو او د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې نن سهار په ۳:۳۰ بجو د کام ایر هوايي شرکت پر مټ الوتنه کړې وه، د سهار په ۸:۰۰ بجو د مدینې منورې هوايي ډګر ته ورسېد.

د یادو حجاج کرامو د استقبال او ښه راغلاست لپاره په ریاض کې د اسلامي امارت سفیر، ښاغلي شیخ عبد الفتاح حقاني، د اسلامي همکاریو د سازمان او جدې قونسلګرۍ استازو، د مکې مکرمې او مدینې منورې د حج قونسلانو او له وزارت څخه د لېږل شوو کاري کمېټو مسؤولینو ګډون کړی ؤ.

یاد حجاج کرام د اړوندو کاري کمېټو له لوري د مدینې منورې حرم شریف د مرکزي ساحې په نیول شوو عمارو (تعمیرونو) کې په منظم ډول ځای پر ځای شول. دوی به هلته په نبوي حرم شریف کې د اته (۸) شپو او ورځو په جریان کې څلویښت (۴۰) لمونځونه اداء کړي او ددې ترڅنګ به د حج بعثې او اړوند کمېټو له لوري د جوړ شوي پلان له مخې مقدسو ځایونو او زیارتونو ته ولېږدول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په مرکز او ټولو ولایاتو کې د روان (۱۴۴۸هـ ق) کال د حجاج کرامو د انتخاب په موخه د قرعه اچونې بهیر ترسره شو

چهارشنبه، ۳۰/ جمادیٰ الأولیٰ/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۰/ عقرب/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۸هـ ق، مطابق ۱۴۰۶هـ ش کال د حج فریضې د اداء کولو په موخه، د نوو ثبت نام شوو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د سعودي عربستان له «مناسک المشاعر» شرکت سره د روان کال حجاج کرامو ته د خدماتو وړاندې کولو قرارداد لاسلیک شو

سه شنبه، ۲۹/ جمادى الأولى/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۸/ عقرب/ ۱۴۰۵ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۸ هـ ق کال د دېرش (۳۰) زره حجاج کرامو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي. . .

BACK TO NEWS