د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څلورو ریاستونو ته نوي رئیسان معرفې شول.

bakhshi_admin
Wed, Feb 02 2022 9:28 AM
معرفی روسای جدید

دوشنبه: ۱۴۴۳/۶/۲۷- ۱۴۰۰/۱۱/۱۱

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبري له لوري د دې وزارت څلورو ریاستونو ته نوي رئیسان معرفې او په کار یې پیل وکړ.

نوي رئیسان هر یو مولوي عبدالصمد عمري د څارنې او ارزونې ریاست د سرپرست رئیس، قاري عبدالصبور فاروق د اعتدال ریاست د سرپرست رئیس، مولوي محمد افضل کرامت اخنذاده د عمرې او زیارت ریاست د سرپرست رئیس او مولوي عبدالباقي عاصم د اوقافو ریاست د مسلکي آمر په توګه وټاکل شول.

په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اداري او مالي ریاست سرپرست رئیس مولوي عبدالولي خبرې وکړې. نوموړي وویل: چې په ادارو کې ادلون بدلون یو اصل دی، او دغه بدلونونه د لا ښه خدمت او غوره چوپړتیاوو په موخه ترسره کېږي. هغه زیاته کړه، چې د ارشاد، حج او او قافو وزارت به د افغانستان د اسلامي امارت اساسي او سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو او هېوادوالو ته د غوره خدمت په لاره کې هېڅ راز هلې ځلې او همکارۍ ونه سپموي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS