د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له مسوولینو سره وکتل

bakhshi_admin
Thu, Mar 17 2022 10:06 AM
ملاقات با شرکت های هوایی

نیټه: ۱۴۴۳/۸/۱۱ ه‍ ق - ۱۴۰۰/۱۲/۲۴

 د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر هوایي شرکت له مسوولینو سره په جلا جلا ناستو کې وکتل.

په پیل کې د ارشاد، حج اوقافو وزیر د یاد شرکتونو د ظرفیت او اسانتیاوو په اړه دمعلوماتو غوښتنه وکړه او د یادو شرکتونو مسوولینو د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو په اړه ډاډ ورکړ او د حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره چمتووالی څرګند کړ، وروسته د حاجیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په اړه (که امکان ولري د سعودي عربستان لخوا د حج پروسه پیل شي) خبرې وشوې. او لازم تدابیر هم ونیول شول.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير د يادو شرکتونو د مسوولينو د نظر له اورېدو وروسته وويل: که چیرې د حج بهیر پیل شي، د حاجیانو لیږد باید په ټاکلي وخت ترسره شي او د دوی ټولې اسانتیاوې او اړتیاوې باید په پام کې ونیول شي. او د حاجیانو لیږدونکي شرکت باید اړین معیارونه ولري.

د يادونې وړ ده چې تر اوسه د سعودي عربستان لخوا د حج پروسې د پيل په اړه کوم رسمي اقدام نه دی شوی.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS