د ارشاد حج او اوقافو وزارت او یو شمیر دینی او تعلیمی موسسو ترمنخ د همکاری تفاهم لاسلیک شو

bakhshi_admin
Fri, Apr 08 2022 9:50 AM
تفاهم نامه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او یو شمېر دیني (تعلیمي) موسسو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه، ۶ رمضان‌المبارک، ۱۴۴۳ه.ق. - ۱۸ وری، ۱۴۰۰ ه.ش. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د اوو تحصیلي موسسو چې نومونه یې لاندې ذکر شوي دي ترمنځ د همکارۍ تفاهم لاسلیک شو. ۱. د فلاح تعلیمي موسسه ۲. د ختیځ فلا تعلیمي موسسه ۳. د توناهان تعلیمي موسسه ۴. د هدایت تعلیمي موسسه ۵. د جامي تعلیمي موسسه ۶. د غورځنګ تعلیمي اداره ۷. د فضیلت تعلیمي موسسه دغه یادي موسسي د هېواد په لویه کچه تعلیمي خدمات وړاندې کوي، د دغه وزارت په مقام کې یاد تفاهم لاسلیک شو. په دې غونډه کې ددې وزارت د ریاست دفتر رئیس نظرالله بیان، د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه رئیس قاري محمد اشرف او د لوړو زده کړو موسسو مسوولینو ګډون درلود. د ديني علومو د ښوونې او روزنې او تدریب ائمه رئیس د خبرو په ترڅ کې د دغه وزارت د اړوندو ښوونځيو د علمي ظرفيتونو د ودې او پراختيا په لاره کې د دغو تفاهم ليکونو لاسليکول مهم وبلل. هغه زیاته کړه، موږ له ټولو اړوندو ښوونځیو سره همکاري کوو او هڅه کوو چې دوی ته د زده کړو ښه شرایط برابر کړو. نوموړي د ديني علومو د پراختيا او د ديني علومو د پرمختګ په موخه د هغو موسسو ملاتړ چې دغه وزارت ته خدمات وړاندې کوي، يوه بيړنۍ اړتيا وګڼله. د غونډې په پای کې د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم اووه تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Nov 12 2025 2:37 PM
Background image

The Ambassador of the Islamic Emirate of Afghanistan in Qatar Meets with the Minister of MOHIA.

Tuesday, 20 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 20 Aqrab 1404 SH
The Minister of MOHIA, Sheikh al-Hadith Dr. Noor Muhammad Saqib, met with Mr. Suhail Shaheen, the Ambassador of. . .

Wed, Oct 29 2025 11:15 AM
Background image

The process of distributing prayer rugs to a number of official and unofficial mosques across the country has been completed by the Ministry of MOHIA.

Tuesday, 6 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 6 Aqrab 1404 SH

By the directive of the Honorable Minister of the Ministry MOHIA, Dr Noor Mohammad Saqib, and under the supervision. . .

BACK TO NEWS