د بیت الله شریف عازمینو سره د ارشاد،حج او اوقافو ښاغلي وزیر تودیعي لیدنه.

bakhshi_admin
Sun, Jun 12 2022 3:39 PM
دیدار تودیعی

د مرکزي زون حاجیانو مجتمع څخه د را رسیدلي راپور په اساس د هېواد د حاجيانو د لومړي کاروان پيل په مناسبت د مرکز زون د حاجيانو په مجتمع کې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پخ تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر خبرې وکړې او حاجیانو ته یې د مبارکۍ تر څنګ د الله تعالی د دربار څخه د مبرور حج غوښتنه وکړه.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه، تاسو ډېر نېکمرغه یاست چې دالله ﷻ کور او د رسول الله مبارک روضې ته ورځۍ او دا د الله جل جلاله یو لوی نعمت دی، چې هرچا ته نه نصیب کېږي.

نوموړي وزیر همدا راز وویل: تاسو د اسلامي امارت او د ارشاد، حج او اوقافو مېلمانه یاست او د الله تعالی څخه غواړو چې موږ ته ستاسو د خدمت لا زیات توفیق راکړي.

ترڅو وکولای شو په سعودي عرب کې تاسو لپاره لازیات اسانتیاوي برابر کړو.

د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزیر زیاته کړه، په دې سفر کې د خپل یووالی او ورورولي حفظ کړﺉ او دا سفر  صبر او حوصلې سره پای ته ورسوﺉ، حج یو عبادي او ستونزمن سفر دی د دې سفر ستونزې باید وزغمي، ځکه چې د یاد سفر د ستونزو زغمل د ګناهونو بخنې سبب ګرزې.

په یاده غونډه کې د رهبرۍ غړو ترڅنګ،د ارشاد،حج و‌اوقافو وزارت ځینې موظف کارکونکو، دینې علماء کرامو او حج ته تلونکوو لومړۍ الوتنې یو شمېر کسانو شتون درلود.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS