د افغان حاجیانو لومړۍ ډله نن کابل ته راورسېده

bakhshi_admin
Thu, Jul 14 2022 8:21 PM
اولين كاروان حجاج

سږ کال د حج مراسم،حاجیانو ته له کومې ستونزې پېښېدو پرته په ښه ډول ترسره شول او نن د افغان حاجیانو لومړۍ ډله چې شاوخوا ۷۰۰ کسان دي په دوو الوتکو کې کابل ته را ورسېدل.

یادو حجاجو ته د ارشاد،حج او‌اوقافو وزارت یو شمېر رئیسانون او کارکونکو له لورې د ګلونو په ورکولو هرکلی وشو.

د یادولو وړ ده چې شاوخوا ۶زره حاجیان چې لومړی سعودي ته رسېدلي وو او له حج څخه مخکې مدینې منورې ته تللي وو، هغوی به په لومړیو الوتنو کې هېواد ته ستنېږي او کوم حاجیان چې مدینې ته نه دي تللي،مدینې منورې ته به د تلو ورسته هیود ته را ستانه شي.

د يادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د آریانا افغان او کام اير هوايي شرکتونو ترمنځ د فرضي حج سفر او راستنېدو هوکړی په اساس يادو شرکتونو په مساوي توګه د (۴۱) الوتنو په ترڅ کې د ذوالقعده له ۱۳مې نېټې څخه ذوالحجې تر ۴مې نېټي پورې د مرکز، کندهار، بلخ او هرات زونونو له لارې سعودي عربستان ته حاجیان انتقال کړل. او له دې وروسته هم به هم یاد شرکتونه د افغانستان حاجیان هیواد ته راستانه کړي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS