د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا حاجیانو ته د دوی د پاتې پیسو د ورکړې جریان په ختمیدو دی

bakhshi_admin
Sat, Oct 29 2022 9:50 AM
پرداخت پول

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هېواد کې ستر دیني سکتور دی او د قدرمنو هیوادوالو لپاره دیني خدمتونه وړاندې کوي، دا وزارت هوډ لري، چې د خدای ﷻ په مرسته د مناسبو، چټکو او تجربه شوو معاصرو لارو څخه په استفادې سره په ارشادي، اوقافي، حج او پرمختیايي برخو کې غوره او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي ترڅو د الله جل جلاله رضائیت او د ګرانو هیوادوالو قناعت ترلاسه شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وخت له یو لړ محدودیتونو سره سره د لوی خدای ﷻ په فضل او نصرت په ۱۴۴۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۱ لمریز کال کې د سعودي عربستان لخوا د راکړل شوې سهمیې مطابق دیارلس زره، پنځه سوه او  دوه اتیا (۱۳۵۸۲) تنه حاجیان حرمینو شریفینو ته ولیږدول، چې لله الحمد دغه بهیر په بریالیتوب سره ترسره شو.

په دغه کال کې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حاجیانو د لګښتنو له دقیق او هر اړ خیز تخمین وروسته، له هرحاجی څخه څلور زره، یو سل او دېرش (۴۱۳۰) ډالره تسلیم کړي وو، چې بیا د حج د مراسمو او د دغه وزارت لخوا د مصرف شویو پیسو له دقیقې محاسبې وروسته معلومه شوه چې د هر حاجی درې زره، شپږ سوه او څوارلس ډالر او دوه شپیته سنټه (۳۶۱۴.۶۲) مصرف شوي ؤ.

بناءً پریکړه وشوه چې هرحاجي ته به پنځه سوه او پنځلس ډالر او اته دېرش سنټه(۵۱۵،۳۸) بېرته ورکول کيږي.

د یادونې وړ ده، چې د پاتې پیسو د ویش لړۍ چې په مرکز او ولایتونو کې د ۱۴۴۴هجري قمري کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۴مه/ ۱۴۰۱هجري لمریز کال د سنبلې میاشتي په ۱۹مه نیټه پیل شوې وه، چې تر دا دمه یولس زره، شپږ سوه او اته ویشت(11628) تنو حاجیانو خپلي اضافه شوې پیسې بېرته تر لاسه کړي دي، شپږ سوه او اوه دیرش (637) تنو حاجیانو اسناد تر پروسس لاندې دي او شپږ سوه او اوه څلویښت (647) تنو حاجیانو ته پیسې لا تر اوسه نه دي توزیع شوي.

بناءْ د ۱۴۴۳هـ ق/ ۱۴۰۱هـ ش کال له هغو محترمو حاجیانو نه چې په مرکز او ولایتونو کې یې تر اوسه خپلې پیسې نه دي ترلاسه کړي او یایې تر اوسه مراجعه نه ده کړې، په ډېر درنښت هیله کیږي چې د یادو شویو پیسو د ویش لړۍ روانه ده نو مهرباني وکړئ د پاسپورټ او پېژندپاڼې(تذکرې) له اصلي او رنګه کاپي سره د خپلو پيسو د ترلاسه کولو لپاره مربوطه مرجع ( د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د یا دخپل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ) ته مراجعه وکړي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS