د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د روان کال د حج په تړاو د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له استازي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

bakhshi_admin
Tue, Dec 13 2022 2:52 PM
کنفرانس انلاین

۱۷ جمادی الأول ۱۴۴۴ هـ ق (۲۰، قوس ۱۴۰۱ هـ ش)

نن د غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري رئیس مولوي عبدالولي حقاني او ورسره د وزارت رهبرۍ رئیسانو په ګډون په سعودي عربستان کې د حج او عمرې وزارت له استازي او ددې هېواد د هوانوردۍ ادارې له استازي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دغه کنفرانس کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رئیس مولوي عبدالولي حقاني د یاد هیواد د حج او عمرې وزارت او هوانوردۍ ادارې مسؤلینو ته په یاد کنفرنس کې ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان له خلکو سره د سعودي عربستان د دوامداره همکاريو په تړاو مننه وکړه او ددې هېواد نه يې د حج او زيارت په برخه کې د دوام او پراختيا غوښتنه هم وکړه.

همدا راز ښاغلی حقاني د روان کال د فرضي حج په تړاو له سعودي عربستان څخه د افغانستان د سهمې زیاتوالی او افغان حاجیانو ته د ښو خدماتو او اسانتیاوو چمتو کولو غوښتنه وکړه.

ورپسې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت استازي د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسؤلینو خبرې واریدې او دوی ته یې د روان کال د حج فرضي اداء کولو په تړاو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ټولو هېوادونو د حاجیانو د خوندیتوب او روغتیا موضوع د دغه هېواد د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼلې او وویل، د ځینو هیوادونو لخوا د حاجیانو د لیږلو د لغوه کیدو او همدارنګه د ځینو نورو هیوادونو د خپلې ټولې سهمې نه د استفادې په اړه ستاسو غوښتنې ته په د اصولو سره سم مثبت ځواب وایم او ستاسو د سهمې د زیاتولو موضوع به څیړو.

د کنفرانس په پای کې نوموړي حلواني د خپلو خبرو په دوام کې له دغه وزارت سره د خپل هېواد د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS