د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۴۴هـ ق کال د حاجیانو د معلمینو لپاره د ثبت نام، ارزونې او امتحان بهیر په مرکز کابل او د هېواد په ټولو ولایاتو کې پیل کړي.
په همدې موخه ټولو محترمو علماء کرامو ته چې په لاندې ذکر شوو شرایطو برابر وي:
۱. له دیني علومو (لویې دورې) څخه د فراغت معتبر سند ولري.
۲. سیرت او صورت یې په شریعت برابر وي.
۳. د حجاجو د خدمت کولو توانايي ولري.
خبر ورکول کیږي، چې د حاجیانو د معلمۍ لپاره د نوم لیکنې او په ازموینه کې د ګډون په خاطر د راتلونکې شنبې له ورځې (۲۵ شعبان المعظم ۱۴۴۴ هـ ق چې د ۲۷ حوت ۱۴۰۱ هـ ش) نیټې سره سمون خوري، تر (۵ رمضان المبارک ۱۴۴۴هـ ق مطابق ۷ حمل ۱۴۰۲ هـ ش) نیټې پورې، له دوه قطعو فعلي عکسونو، د تحصیلي اسنادو اصل او کاپي او د تابعیت له تذکرې سره یوځای، په مرکز کې د حجاجو مجتمع او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته د نوم لیکنې لپاره مراجعه وکړي.
یادونې:
۱. د رمضان المبارک میاشتې په ۷ نېټه ۱۴۴۴ هـ ق چې له ۹ حمل ۱۴۰۲ هـ ش سره سمون خوري، د ارزونې او ازموینې پړاو پیل کیږي، چې هر ولایت ته به په نوبت سره خبر ورکول کیږي.
۲. د ولایتونو ارزونه او آزموینه به د مربوطه ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست، د کابل ولایت د اړوندو ولسوالیو ارزونه او ازموینه به د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست او د نواحیو ارزونه او آزموینه به د حاجیانو په مجتمع کې اخیستل کیږي.