په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د لا ښه خدمت په موخه دسکن هيئت کاري ناسته ترسره شوه

bakhshi_admin
Mon, Mar 27 2023 11:38 AM
جلسه در بعثه

شنبه ۳/ رمضان المبارک/۱۴۴۴ه ق مطابق ۵/وری/ ۱۴۰۲ ه ش

نن په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د لا ښه خدمت په موخه په مکه مکرمه کې له کابل څخه تللي هيئت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ  د غړو ترمنځ لومړنۍ کاري ناسته ترسره شوه.

د افغان حاجيانو لپاره د روان ١٤٤٤ه ق کال کې د سکن (هستوګنځي)، تغذيې او ترانسپورټ قراردادونو د ترسره کولو په موخه له مرکز څخه د اړوندو ادارو ګډ لېږل شوي پلاوي لومړنۍ کاري ناسته په مکه مکرمه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د بعثې په دفتر کې د هیئت د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د یاد هیئت مشر مولوي عبدالولي حقاني د حج پروسې د اهمیت په تړاو معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل: حج یوه مهمه دیني او ملي پروسه ده او ددې مبارکې پروسې کامیابي د افغانستان د اسلامي امارت کامیابي ده او باید دا لویه پروسه په سلا مشوره او پوره اخلاص، امانتدارۍ او ژمنتیا سره پرمخ یوسو او په ټولو قراردادونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب سپارښتنې او هدایات به په نظر کې نیسو.

نوموړي وویل چې د ثاقب صاحب هدایت دی چېلیږل شوی هيئت دې ټول قراردادونه د اسلامي شریعت د احکامو او د ملت د مصالحو په نظر کې نیولو سره ترسره کړي.

ښاغلي حقاني د یاد هیئت مهمو دندو او مسؤولیتونو ته په اشارې سره وویل: زموږ له مهمو او اساسي دندو څخه لومړۍ د سږ کال حاجيانو لپاره د سکن یا عمارو نیول دي.

یادې عمارې به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې او سپارښتنې سره سم حرم شريف ته نږدې، چې د حاجيانو لپاره ټولې اسانتیاوې پکې موجودې وي، په مناسب قیمت نیول کیږي.

هغه همدارنګه وویل: زموږ او تاسو دوهمه مهمه دنده د حاجيانو لپاره د تغذيې قرارداد دی، چې باید په مناسب قیمت او ښه کیفیت درې وخته خواړه ورته چمتو شي.

او دریمه دنده مو د افغان حاجيانو لپاره د ترانسپورټ قرارداد دی، چې په سعودي عربستان کې د هغوی د انتقالاتو لپاره لوړ ماډل او په ورځنیو اسانتياوو سمبال موټرونه قرارداد شي.

ورپسې دهیئت غړی او د کندهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس، محترم شیخ صاحب عبدالبصیر فائز وویل: موږ او تاسو به په ټولو قراردادونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له هدایاتو سره سره د الله تعالی رضا او د افغانانو اقتصادي وضعیت هم په نظر کې نیسو او کوښښ به کوو چې په ارزانه قیمت نوې عمارې ونیسو.

ناسته د مجلس د اعضاوو د نظریاتو په شریکولو او د راتلونکو کړنو په پلانولو سره پای ته ورسېده

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS