د کارونو د ښه مدیریت لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج کاري کمېټو له مسؤولینو سره غونډه

bakhshi_admin
Thu, Jul 13 2023 11:10 PM
کارهای حج

 ۲۵ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق (۲۲ سرطان ۱۴۰۲ هـ ش) د نورو غونډو په دوام نن د غرمې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین مولوي عارف الله عاف او د رهبرۍ یو شمیر غړو په ګډون، د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې د حج کاري کمېټو له مسؤولینو سره د کارونو د ښه مدیریت او په ټاکلي وخت د ترسره کولو په تړاو غونډه جوړه کړه. ښاغلي عارف د هرې کمېټې له مسؤولینو سره د کار په دوام، هېواد ته د راستانه شویو افغان حاجیانو هرکلی، د هوایی ډګر څخه د حجاجو انتقال مجتمع ته، د مهاجرینو حاجیانو انتقال بیرته ګاونډیو هېوادونو ته او د ګډوالو افغان حاجیانو ته په مجتمع کې د هستوګنې، تغذیې او نورو اسانتیاوو برابرولو پر موضوعاتو هر اړخیزي خبرې اترې وکړې او هر یو ته یې د خپلو دندو په اړه او د چارو د لا ښه والي او حاجیانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS