‏‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د بهرنیو چارو او د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو له مسؤولینو سره وکتل

bakhshi_admin
Fri, Jul 14 2023 8:17 AM
ملاقات

۲۵ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق (۲۲ د سرطان ۱۴۰۲ هـ ش) د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف او ددې وزارت د رهبرۍ یو شمېر غړو په ګډون  د بهرنیو چارو او د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو له مسؤولینو سره د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع  کې وکتل. په دې کتنه کې ښاغلي عارف د یادو وزارتونو مسؤولینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: الحمدلله سږ کال افغان حاجیانو پرته له کومې ستونزې د حج مناسک په ښه توګه ترسره کړل او هېواد ته د حاجیانو د راستنیدو لړۍ دوام لري. ښاغلي عارف د دواړو وزارتونو له مسوؤلینو سره د هغو افغان مهاجر حاجیانو چې د حج د مناسکو له ترسره کولو وروسته له افغانستان څخه خپلو میشتو هېوادونو ته ستنیږي د دوی د بېرته تګ د اسانتیاوو په تړاو خبرې وکړې. ورپسې د یادو وزارتونو مسؤولینو د افغانستان د مهاجرو حاجیانو د ليږد په تړاو وویل: موږ د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره د دوی د انتقال په اړه خبرې کړي او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوؤلینو ته یې د ډاډ ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS