د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات د جوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

bakhshi_admin
Tue, Oct 24 2023 9:18 AM
سنگ تهداب

۸ ربیع الثاني  ۱۴۴۵هـ ق (۱ عقرب ۱۴۰۲هـ ش)

د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافي بودیجې لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې یو محراب جومات  د جوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او د دیني اماکنو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور، د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخند او د دواړو وزارتونو د مرکزي ریاستونو رئیسانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ددې وزارت د اسلامي عرفان او د ديني اماکنو د چارو تنظیم معین په خپلو خبرو کې د جوماتونو او مدرسو د جوړولو په اهمیت او فضيلت خبرې وکړې او د دغه جومات د جوړېدو په اړه یې هر اړخیز معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د يادونې وړ ده چې یاد جومات به د (۱۱,۲۲۶,۳۴۲) یوولس ملیونه، دوه سوه او شپږ وېشت زره، درې سوه او دوه څلوېښت افغانيو په لګښت په (۴۱۳) متر مربع ځمکه کې چې دوه پوړونو به وي او په يو وخت کې به د (۵۷۰) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولری د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په پاخه او اساسی ډول جوړیږي، چې د پنځو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS