د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۵ هـ ق کال د حاجیانو د معلمینو لپاره تدریب (روزنیز) سیمینار دریم پړاو پیل شو.

bakhshi_admin
Sun, Apr 28 2024 3:52 PM
سمینار

شنبه ۱۸ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۸ ثور ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په مرکز کابل کې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د حاجیانو د معلمینو لپاره تدریب (روزنیز) سیمینار دریم او اخري پړاو نن په رسمي ډول پیل شو.

ددغه سیمینار د پرانيستې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت کفیل او مسلکي مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي، ددې وزارت د مرکزي ریاستونو رئیسانو، علماوو او د سیمینار د دریم پړاو معلمینو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ددې وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال په خپلو عالمانه وینا سره غونډه پیل کړه نوموړي زیاته کړه زه نن ډېر خوشحاله یم چې د افغان حاجیانو لارښونه د داسې خلکو په لاس کې ده چې ټول شیوخ او علماء کرام دي.

ښاغلي منصور وویل: ټول شیوخ او علماء کرام باید له ځان سره دا هوډ ولرئ، چې په حرمینو شریفینو کې مونږ د اسلامي امارت استازي او د حاجیانو معلمین یو.

وروسته د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت کفیل او مسلکي مرستیال د خلوص نیت په موضوعاتو هراړ خیزې تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې معلمین دې د حاجیانو خدمت په پوره اخلاص او حسن نیت سره وکړي او دغه کار دې خپل مسؤلیت وگڼي.

همدا زار نوموړي د حاجیانو معلمینو ته په خطاب کې وویل، د حج مناسک مو زده نه وي نو د حج فریضه اداء کولی نشی هغه حاجیان چې د حج فریضې د اداء کولو لپاره ځی دوه فرایض دي لومړی حج فرض دي او دویم د حج پوهه فرض ده نو دغه موضوع تاسو ته راجعه کیږي.

بیا د وزارت د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه رئیس مولوي محمد اشرف حقاني خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې ددې سیمینار په تړاو معلمینو ته معلومات وړاندې کړل او وې وویل: په دې سیمینار کې د کابل د دوویشتو (۲۲) ناحیو سربېره د څلور دېرش (۳۴) ولایتونو هغو معلمینو ته چې له سیمینار څخه پاتې شوي وه سیمینار دائر شو.

د یادونې وړ ده چې یاد روزنیز سیمینار د هېواد په کچه د لویو شیوخو او جیدو علماء کرامو لخوا په درې پړاوونه کې ترسره کېږي، چې لومړی او دویم پړاو یې څه موده وړاندې ترسره شوی وه او دریم پړاو یې نن په رسمي ډول پیل شو چې د یوې اونۍ په ترڅ کې به پای ته ورسېږي او دغه روزنیز سیمینار دوه اساسي برخې لري، چې یوه برخه یې ارشادي او بله یې مسلکي ده.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Fri, Aug 14 2026 8:23 AM
Background image

First Flight of Umrah Pilgrims from the Country to the Two Holy Mosques

Thursday, 29 Safar al-Muzaffar 1448 AH, corresponding to 22 Asad 1405 SH

The first flight of Umrah pilgrims for the year 1448 AH departed from the country for the Two Holy Mosques to. . .

Wed, Jul 29 2026 4:04 PM
Background image

Ministry of MOHIA Officially Announces the Refund Process for Surplus Hajj Expenses to the Pilgrims of Hajj 1447

Wednesday, 14 Safar al-Muzaffar 1448 AH, corresponding to 7 Asad 1405 (Solar Hijri)

The Ministry of MOHIA of the Islamic Emirate of Afghanistan officially announced today, during a. . .

Thu, Jul 02 2026 10:38 AM
Background image

With the Arrival of the Final Flight of Afghan Pilgrims from the Kingdom of Saudi Arabia, This Year's Hajj Operation Successfully Concluded

Wednesday, 15 Muharram 1448 AH
Corresponding to: 10 Saratan 1405

The return process of Afghan pilgrims who performed Hajj in 1447 AH (1405 SH) from the Kingdom of Saudi Arabia, which. . .

BACK TO NEWS