هېواد ته  د حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

bakhshi_admin
Tue, Jul 23 2024 5:47 PM
کنفرانس

۱۷ محرم الحرام ۱۴۴۶ هـ ق (۲ اسد ۱۴۰۳ هـ ش) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د حج بهیر په بریالیتوب سره پای ته د رسېدلو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې  په یاد  وزارت کې غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د دې وزارت مرستیالانو مولوي عارف الله عارف، شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور، شیخ الحدیث زرمحمد حقاني او د مرکزي ریاستونو رئیسانو په کې گډون کړی وو. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د تیر شوي حج په تړاو هراړخېز او عالمانه وینا وکړه. نوموړي وویل: دغه وزارت د لوی الله جلّ جلاله په توفیق او خاص نصرت او د اړوندو امارتي ارګانونو په همکارۍ وتوانېد چې د سعودي عربستان لخوا د حج (۳۰۰۰۰) راکړل شوې سهمیې مطابق حرمینو شریفینو ته ټول حاجیان ولیږدول شول. د ارشاد، حج اواوقافو وزارت د دغې ملي پروسې د لا ښه پرمخ بیولو په منظور د هېواد د څلورو پروازي زونونو (کابل، بلخ، کندهار او هرات) د حاجیانو په مجتمعاتو، هوایي ډګرونو او نورو اړونده ځایونو کې او دغه راز په سعودي عربستان کې ګڼې مختلفي کمېټې جوړي کړې وې چې د دغو کمېټو په ذریعه د حج دغه لویه پروسه په ښه ډول سره مدیریت شوه. نوموړي زیاته کړه، سعودي عربستان ته د حاجیانو لیږد او رالیږد د دوو هوايي شرکتونو ( آریانا افغان او کام ایر) له لوري تر سره شو، چې د حاجیانو لومړی پرواز د ذوالقعدة الحرام په اوله نېټه شروع شو او د (۹۴) پروازونو په ترڅ کې د هېواد د څلورو پروازي زونونو له هوایي ډګرونو څخه (۳۰۰۰۰) دیرش زره حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شول. ښاغلي ثاقب وویل: الحمدلِلِّٰه د حج مناسک په خیر او په عافیت سره ترسره شول چې د حج د مناسکو له اداء کولو وروسته د ذوالحجې میاشتې په ۱۶مه نېټه هېواد ته د افغان حاجیانو د بیرته راتلو لومړی پرواز ترسره شو، چې د دوشنبې په ورځ (۱۶ د محرم الحرام ۱۴۴۶ هـ ق) په ورستیو پروازونو کې (۶۲۱) تنه اخیرنې حاجیان د کندهار هوايي ډګر ته پخیر سره راورسیدل، چې په دې سره ټول دیرش زره (۳۰۰۰۰) حاجیان د آریانا آفغان او کام ایر هوایي شرکتونو لخوا په (۹۴) پروازونو کې له مدینې منورې او جدې هوایې ډګرونو څخه لِلِّٰه الحمد هېواد ته را ستانه شول. همدارنګه ښاغلي وزیرصاحب وویل: حاجیانو ته په مکه مکرمه او مدینه منوره کې (مسجد حرام او مسجد نبوي) ته نږدې عمارې(استوګنځایونه) نیول شوي وو، چې ټولو افغان حاجیانو ته درې وخته ( سهار، غرمه او ماښام) ښه مناسب او سالم خواړه ورکول کېدل او د تغذیې د کمیټې لخوا د خوړو د ویش له بهیر او کیفیت څخه جدي څارنه کیدله، دوی ته د ټرانسپورټ سربیره په عمارو کې د روغتیايی کلینیکونو آسانتیاوې هم برابرې شوې وې چې په مکه مکرمه کې  (۷۳۷۱) تنه او په مدینه منوره کې (۴۸۱۶) تنه حاجیان د مؤظفو افغان ډاکټرانو لخوا تداوي شوي دي. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر زیاته کړه، د افغانستان د حاجيانو مرګ ژوبله د تیرو کلونو په پرتله او دغه راز د نورو هېوادونو په مقایسه ډېره کمه وه، چې په مجموعې توګه (۲۷) تنه حاجيان په مکه مکرمه او مدينه منوره کې د بېلابېلو پېښو له کبله وفات شوي دي چې له دې جملې څخه دوه تنه په ترافیکی پیښه کې، یو تن د لوړ فشار لرلو له امله، یو تن د زړه د تکلیف له وجې، یو تن د شکر تکلیف درلودلو له کبله، یو تن د ګرمۍ د شدت له امله او پاتې (۲۱) تنه د طبیعي مرګونو له کبله وفات شوي دي.  ښاغلی ثاقب زیاته کړه ، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هېواد کې د یو ستر دیني ارګان په توګه وتوانېد چې محترمو حاجیانو ته غوره خدمتونه عرضه کړي او تل یې د الله جلّ جلاله په نصرت د مناسبو او تجربه شوو معاصرو طریقو څخه په استفادې د حج دغه لويه دیني فریضه، ملې او بین المللي پروسه په ښه ډول مدیریت او په کامیابی سره پای ته ورسوله، غونډه د دعائیه په ویلو سره پای ته ورسیده.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Jan 31 2026 6:43 PM
Background image

The Ministry of MOHIA Announces Key Implemented and Planned Activities Related to Hajj 1447 AH and Hajj Costs at a Press Conference

Saturday, 12 Sha‘ban 1447 AH, corresponding to 11 Dalwa 1404 SH

Sheikh al-Hadith, Dr. Mawlawi Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, today announced a number of important implemented. . .

Thu, Jan 29 2026 10:32 AM
Background image

The Ministry of MOHIA conducted the lottery process for performing Hajj for the current year in the country’s capital, Kabul, and in all provinces

Wednesday, 9 Sha‘ban 1447 AH (corresponding to 8 Dalwa 1404 SH)

With the aim of performing the Hajj obligation for the year 1447 AH (corresponding to 1405 SH), the Ministry of MOHIA. . .

BACK TO NEWS