د حج مناسکو د اداء کولو په موخه له مکې مکرمې څخه مقدّسو مشاعرو ته

bakhshi_admin
Tue, May 26 2026 10:20 AM
منی شریف

د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو دوشنبه، ۸/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۵/جوزا/۱۴۰۵هـ ش د ذوالحجة الحرام میاشتې د اتمې نېټې (ترویې د مبارکې ورځې) په رارسېدو سره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي عملیاتي پلان له مخې، چې د وزارت د محترم وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب تر مستقیم اشراف او لارښوونې لاندې ترتیب شوی، د حج مناسکو د اداء کولو په موخه، له مکې مکرمې څخه مقدسو مشاعرو (مِنیٰ، عرفات او مزدلفې) ته د روان کال د دېرش زره (۳۰۰۰۰) حاجیانو او معلمینو او ورسره د درې سوه (۳۰۰) تنو د بعثې اعضاوو د انتقال بهیر پیل شو. د همدې عملیاتي پلان له مخې مقدّسو مشاعرو ته د حجاج کرامو د منظم انتقال او هلته د هغوی د هوساینې او ورته د خدماتو وړاندې کولو په موخه د افغانستان د حج بعثې، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت او قراردادي شرکتونو ترمنځ لازم او هر اړخیز مشترک تدابیر نیول شوي دي. په دې لړ کې د قراردادي شرکتونو د سلګونه تنو کارکوونکو سربېره له هرو پنځه څلوېښتو حاجیانو سره یو تن معلم د لارښود او مُرشد مسؤولیت ترسره کوي. همدارنګه د وزارت (۳۰۰) تنه د بعثې اعضاء د انتقالاتو، تفویج او ترحیل، اسکان، تغذیې، مناسکو، مفقودینو او وفیاتو، روغتیايي خدماتو، بهرنیو اړیکو، د شکایتونو د اورېدلو او نورو اړوندو کاري کمېټو په جوړښت کې ګمارل شوي، چې د وزارت د محترم مقام تر مستقیم اشراف او لارښوونې لاندې خپلې دندې په منظم او مؤثر ډول پر مخ وړي. په مقدسو مشاعرو کې د حاجیانو د انتقال د ترتیب شوي پلان له مخې نن ورځ د مکې مکرمې د محبس الجن مرکزي سیمې په (۲۹) نیول شوو تعمیرونو کې مېشت دېرش زره افغان حاجیان، د اړوند قراردادي ترانسپورټي شرکت د عصري او مجهزو بسونو پر مټ مِنٰی شریفې ته انتقال شول. په مِنٰی شریفه کې د افغان حاجیانو د میشتېدو لپاره په عصري وسایلو او امکاناتو مجهزې خیمې قرارداد شوې دي، چې پکې د اوبو، برېښنا، ایرګنډیشن، تغذیې، روغتیايي خدماتو، د اړتیا پر مهال د امبولانس موټرونو او نورو اړینو اسانتیاوو بشپړ او منظم امکانات برابر شوي دي، چې د دوو قراردادي شرکتونو (ضیوف البیت او رواف مِنٰی) له لوري وړاندې کیږي، سږ کال د افغانستان له (۳۰۳۰۰) تنو حاجیانو او د بعثې اعضاوو څخه (۲۰۷۵۰) تنه د ضیوف البیت شرکت اړوند دي چې د یاد شرکت د اوو خدماتي مرکزونو له لارې ورته خدمات وړاندې کیږي او (۹۵۵۰) تنه نور د رواف مِنٰی شرکت اړوند دي، چې هغوی د یاد شرکت د څلورو خدماتي مرکزونو له وړاندې کېدونکو خدماتو څخه ګټه پورته کوي. په مِنٰی شریفه کې د ذو الحجة الحرام میاشتې د اتمې ورځې او نهمې شپې له تیرولو څخه وروسته، حاجیان د ټاکل شوي پلان له مخې د عرفات میدان ته انتقالیږي او هلته به په نهمه ورځ د عرفات په میدان کې د حج تر ټولو لوی او مهم رکن چې په عرفات درېدل دي، اداء کوي. د یادې ورځې له لمر پرېوتو وروسته حاجیان د خپلو معلمینو او بعثې اعضاوو په ملتیا مزدلفې ته روانیږي او د لوی اختر شپه به په مزدلفه شریفه کې تیروي، تر هغې وروسته به د اختر په ورځ له مزدلفې څخه بېرته مِنٰی شریفې ته د جمرة عقبې (لوی شیطان) د رمي او ویشتلو لپاره ځي. د جمرة عقبې تر ویشتلو وروسته، د وزارت او اړوند قراردادي شرکت د ګډو ترتیب شویو انتظاماتو له مخې د معلمینو او وکیلانو په حضور کې د حاجیانو د دمِ شکر ذبح او قرباني ترسره کېږي او حاجیان د قربانۍ د ترسره کېدو له اطمینان وروسته ځانونه له احرام څخه حلالوي. ورپسې د حج د مناسکو په لړ کې فرضي طواف او سعي اداء کوي او د اختر پاتې شپې به په مِنٰی شریفه کې تېروي، ترڅو د حج ټول مناسک د مذهب مطابق په بشپړ منظم او شرعي ډول اداء کړي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ډاډ ورکوي چې د حج مناسکو د هر پړاو د اداء کولو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او ټول مسؤولین او ګمارل شوې کمېټې شپه او ورځ د خدماتي شرکتونو سره په پوره همغږۍ د افغان حاجیانو د هوساینې په موخه په دوامداره توګه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, May 25 2026 9:32 AM
Background image

The New Deputy Minister for Mysticism and Coordination of Religious Sites at the Ministry of MOHIA Was Introduced

Saturday, 6 Dhul-Hijjah 1447 AH, corresponding to 2 Jawza 1405 SH

The newly appointed Deputy Minister for Mysticism and Coordination of Religious Sites at the Ministry of MOHIA,. . .

Sat, May 23 2026 12:38 PM
Background image

The Minister of MOHIA Travels to Saudi Arabia to Directly Supervise Afghan Pilgrims’ Affairs and Lead the Hajj Process

Thursday, 4 Dhul-Hijjah 1447 AH, corresponding to 1 Jawza 1405 SH

After the arrival of all thirty thousand (30,000) pilgrims of this year in the Holy City of Makkah, the Honorable. . .

Mon, May 18 2026 2:34 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses the Construction Process of the Sacred Relics Preservation Building During Meeting with the Governor of Logar Province

30 Dhul-Qi'dah 1447 AH – Corresponding to 27 Sawr 1405 HS

The Minister of MOHIA, Honorable Sheikh-ul-Hadith, Senior Research Scholar Dr. Mawlawi Noor Mohammad Saqib, leading a. . .

BACK TO NEWS