له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عمرې اداء کولو په موخه د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو

bakhshi_admin
Fri, Aug 14 2026 8:23 AM
اولین پرواز عمره

پنجشنبه، ۲۹ / صفر المظفر/ ۱۴۴۸ هـ ق، مطابق: ۲۲/ اسد/ ۱۴۰۵ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفینو ته د عُمرې د اداء کولو په موخه د ۱۴۴۸هـ ق کال د معتمرینو لومړنی پرواز ترسره شو.

په همدې مناسبت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري تلونکو معتمرینو ته د عمرې د سفر په اړه د اړینو معلوماتو او سپارښتنو وړاندې کولو په موخه ځانګړې غونډه جوړه شوه، چې د وزارت مسلکي معین، محترم حافظ مولوي محمد حامد حسیب، د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو، د عمرې شرکتونو د اتحادیې مسؤولینو او استازو او له هېواد څخه تلونکو معتمرینو پکې ګډون کړی و.

په غونډه کې د وزارت مسلکي معین محترم حافظ مولوي محمد حامد حسیب وینا وکړه. نوموړي د عمرې سفر له مهمو، مبارکو او معنوي سفرونو څخه وباله او ویې ویل چې په دغه سفر کې مسلمان د خپل رب د بندګۍ، له هغه سره د محبت او اخلاص عملي اظهار کوي. نوموړي معتمرینو ته د عُمرې د احکامو او فضائلو په تړاو مهم معلومات او اړینې سپارښتنې هم وړاندې کړې.

محترم معین صاحب همدارنګه معتمرینو ته د عُمرې د سفر پر مهال د صبر، زغم، حوصلې او شُکر اداء کولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل چې د عمرې په دې مبارک سفر کې انسان له بېلابېلو حالاتو سره مخ کېدای شي؛ نو اړینه ده چې په هر حالت کې صبر او حوصله غوره شي، د یو بل درناوی وشي او د دغه مبارک سفر هره شېبه د عبادت، ذکر، دعاء او نېکو اعمالو لپاره غنیمت وبلل شي.

ورپسې د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رئیس، محترم مولوي محمد نبي محمدي وینا وکړه. نوموړي معتمرینو ته د عمرې د دې مهم او مبارک عبادت د توفیق مبارکي وویله او هغوی یې د الله تعالی مېلمانه وبلل. نوموړي وویل، د عمرې سفر یوازې یو عادي سفر نه، بلکې یو ستر معنوي فرصت دی چې باید هره شېبه یې د الله تعالی د رضاء، عبادت او نېکو اعمالو لپاره وکارول شي.

ښاغلي محمدي له معتمرینو وغوښتل چې دعمرې ټول اعمال په سمه توګه اداء کړي، د حرمینو شریفینو حرمت وساتي، د نظم او مقرراتو مراعات وکړي او د سفر په ټولو پړاوونو کې له صبر، زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې معتمرین باید د یو بل حقوق رعایت کړي او د اسلامي ورورولۍ او متقابل درناوي روحیه وساتي.

د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رئیس له معتمرینو وغوښتل چې په حرمینو شریفینو کې د خپلو عباداتو ترڅنګ د افغانستان، عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله، ولس او نظام د خیر، ثبات، پرمختګ او لا ډېرې سوکالۍ لپاره ځانګړې دعاوې وکړي او د هغوی د عباداتو او دعاوو د قبولیت هیله یې څرګنده کړه.

په غونډه کې همداراز د عمرې او زیارتونو رئیس، محترم مولوي عبد الغفور حقاني خبرې وکړې. نوموړي حج او عمره الله تعالی ته خوښ او محبوب عبادتونه وبلل. نوموړي زیاته کړه چې تېر کال شاوخوا اتیا (۸۰) زره افغان معتمرین د عمرې د اداء کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي وو او سږ کال هم هڅه کېږي چې د اړوندو ادارو او د عمرې شرکتونو په همکارۍ لا زیات شمېر معتمرینو ته د سفر زمینه برابر او غوره اسانتیاوې ورته رامنځته شي، په پای کې د عُمرې شرکتونو د اتحادیې استازي، ښاغلي الحاج سراج احمد الکوزي، خبرې وکړې. نوموړي د عمرې د سفر د اسانتیاوو د برابرولو، د ویزو د صدور او نورو اړوندو چارو په برخه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له هڅو او همکاریو مننه وکړه او د عمرې د بهیر د لا ښه تنظیم او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې د عمرې شرکتونو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

غونډه د دعاء په کولو سره پای ته ورسېده او ورپسې له ۱۲۰ څخه زیات افغان معتمرین د عُمرې د اداء کولو په موخه د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې د سعودي عربستان پر لور روان شول.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Jul 29 2026 4:04 PM
Background image

Ministry of MOHIA Officially Announces the Refund Process for Surplus Hajj Expenses to the Pilgrims of Hajj 1447

Wednesday, 14 Safar al-Muzaffar 1448 AH, corresponding to 7 Asad 1405 (Solar Hijri)

The Ministry of MOHIA of the Islamic Emirate of Afghanistan officially announced today, during a. . .

Thu, Jul 02 2026 10:38 AM
Background image

With the Arrival of the Final Flight of Afghan Pilgrims from the Kingdom of Saudi Arabia, This Year's Hajj Operation Successfully Concluded

Wednesday, 15 Muharram 1448 AH
Corresponding to: 10 Saratan 1405

The return process of Afghan pilgrims who performed Hajj in 1447 AH (1405 SH) from the Kingdom of Saudi Arabia, which. . .

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

BACK TO NEWS