دامام ابو حنيفه (رح) نړيوال سمپوزيم

bakhshi_admin
Wed, Mar 20 2019 8:43 AM
سمپوزیم

دارشاد، حج اواوقافو وزارت په مقرکې دامام ابو حنيفه (رح) نړيوال سمپوزيم په اړه ابتدای ناسته تر سره شوه
کابل، افغانستان: ټاکل شوي ده چې دامام ابوحنيفه (رح) په اړه نړيوال سمپوزيم په کابل کې دجلالتماب ولسمشر په لارښونه او د اړوندو ادارو په مرسته دارشاد،حج او اوقافو وزارت له لورې دکابل په ښارکې ترسره شی.
په همدې موخه نن دارشاد، حج اواوقافو وزارت دغونډو په تالارکې مشورتی اومقدماتی غونډه دمولوي عبدالحکيم منيب چارسمبالی وزير، دکتورامين الدين مظفری د وزارت مسلکی مرستيال او اړونده رييسانو، دولسمشرۍ ماڼې د اداره امور او بهرنيو چارو وزارت، د علماو شوراء، د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځی رييس، د پوهنتونو، دينې مدرسو او د دارالعلومو استازو په شتون کې ترسره شوه.
مولوی عبدالحکیم منیب ميلمنوته دښه را غلاست ترڅنګ وويل: دا لومړي ځل دې چې دامام ابو حنيفه (رح) دستر علمي شخصيت په اړه د ولسمشر په ميلمه پالنه چمتو کيږي د ارشاد، حج اواوقافو وزارت د عالی مقام دا اقدام نيک او پرځای بولى اوددې ستر سمپوزيم دچمتوکولو لپاره هرډول همکاری ته ژمن دي.
بيا د ادارہ امور او بهرنيو چارو وزارت استازو ددې غونډې دچمتو کولو په اړه خپل اندونه بيان کړل او دخپلو ادارو هوډ او چمتوالې يى وښوده
په پای کې يې د ګډونوالو بلنه له اسلامي هېوادنو څخه، د موضوعاتو عنوانونہ، اجرايوي او ګزينش کميتې ټاکل او دسمپوزيم په لاره اچولو وخت په اړه سلاح مشورې وکړې اوپه اړه يې تصميم ونيوه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS