د قرانکریم د قرائت اصولو سره برابره لسمه سیالی پیل شوه.

bakhshi_admin
Tue, Jun 25 2019 5:54 PM
دهمین دور

 د1398یکشنبه دچنګاښ 2 نېټه دلسم ځل لپاره دقرائت له اصولوسره برابره سيالۍ نن دکابل ښار په یو هوټل کې پيل شوه چې پکې د ارشاد, حج او اوقافو وزارت مسلکی مرستیال دکتورامین الدین مظفری سربیره د وزارت رهبرۍ هئیت غړو, دپلازمینې اولایتونو غوره قاریانو, شیخ القراء والمجودین استادقاری برکت الله سلیم او دقاریانوچارو ریاست کارکونکو شتون درلود. په پيل کې دارالقراء اسرا مدرسې رئیس استاد عبدالشکور فلاح له لورې دکلام الله مجید څومبارک آیتونه تلاوت شول. ورپسي شیخ القراء والجودین استاد قاري برکت الله سلیم دقرائت له اصولوسره برابره دقرانکریم سراسرې سيالۍ په اړه معلومات ورکړل وويل: چې دروژې په مبارکه میاشت کې په ولایتونوکې دارشاد, حج او اوقافو ریاستونو له لورې آزموینه اخستل شوي وه چې اوس يې غوره قاریان پلازمينه ته دسترې ازموینې لپاره راپيژندل شوی دي. هغه وویل: الحمدالله دي سراسرې سیالۍ لومړنۍ ورځ ده چې څلور ورځي به دوام وکړي چې په څلورمه ورځ به د لوړو مقامونو ته دسيالۍ ډالۍ اوستاینلیکونه ووېشل شئ, په اوسنیو شرایطو کې چې په اسلامي هېوادنو کې سیالۍ ترسره کيږي نو دټولو قرانکریم. حافظان ورته بلل کيږي وزارت هم په همدې موخه دلسم ځل لپاره د سراسرې سیالۍ په لاره اچولی ده چې له یادۍ سيالۍ وروسته به بریالي قاریان نړیوالو سیالیوته وروپېژندل شئ. بیا د ارشاد, حج او اوقافو وزارت مسلکي مرسیتال دکتور امین الدین مظفری دسیالۍ ټولو ګډونوالو ته له خپل اړخه او دارشاد,حج اواوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب سلامونه, درنښت, نیکي پيرزوینې او بریالیتوبنو سره ښه راغلاست وایه خپلې خبرې یې دقرانکریم اهمیت, دقرانکریم دحفظ فضلیت, علمای کرامو اوپه ځانګړې توګه دقرانکریم حافظانو دمقام په اړه ترسره کړی چې دخبرو په پای کې یې ځینې وړاندیزونه دسیالۍ دغوره والی په موخه بیان کړي. دویلو ور ده چې د ازموینې لړی دقرانکریم له حافظ نو څخه نن پیل او تر چهارشنبې ورځ به دوام وکړي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Dec 03 2025 10:09 AM
Background image

New Professional Deputy Introduced at the Ministry of MOHIA

Tuesday, 11 Jumada al-Akhirah 1447 AH, corresponding to 11 Qaus 1404 .

The new professional deputy of the Ministry of MOHIA, respected Mawlavi Mohammad Hamid Hasib, was introduced. . .

Wed, Dec 03 2025 10:00 AM
Background image

The Minister of MOHIA met with a high-ranking delegation from the Religious Affairs Administration of Turkey

Tuesday, 11 Jumada al-Akhirah 1447 AH, corresponding to 11 Qaus 1404,

The Minister of MOHIA, respected Sheikh al-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, met at the ministry's headquarters. . .

Sat, Nov 29 2025 2:59 PM
Background image

The Minister of MOHIA met with a delegation from the Directorate MOHIA of Kandahar Province.

On Thursday, 6th of Jumada al-Akhira, 1447 AH, corresponding to 6th of Qaws, 1404 the honorable Minister of MOHIA, Sheikh al-Hadith Dr. Noor Muhammad Shaqib, met with a delegation from. . .

BACK TO NEWS