دقرائت له اصولو سره برابر د قرانکریم سیالی د پاغونده په نریوالو سیالیوکی د کدون په مخه.

bakhshi_admin
Wed, Jun 26 2019 9:11 PM
محفل اختتامیه

 د غوره قاريانو د قرائت له اصولو سره برابرې حفظ سيالۍ په پای غونډه کې دعلماي کرامو سربيره قاريانو، حافظانو، استادانو، دمدرسو زده کوونکو، دوزارت رهبرۍ هييت غړو دوزارت مسلکي مرستيال دکتورامين الدين مظفری او دټولمنلې نوښتګر مشر پاوړ دينې عالم دارشاد، حج اواوقافو وزير مولوي عبدالحکيم منيب په حضورکې پيل شوه. داستره نورانې اومعنوي غونډه دقاری عبيد الله له لورې دکلام الله مجيد دڅومبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوي چې پرانسته يې دارشاد،حج اواوقافو وزير مولوي عبدالحکيم منيب په علمانه او هراړخيزه وينا پل شوه. ښاغلي منيب دغونډې برخوالو ته دښه راغلاست سربيره د يادې سيالۍ دچمتوکولو کميسيون چې دګڼ شمېر رسانو په غړيتوب او دشيخ القراء والمجودين استاد قاري برکت الله سليم په مشرۍ ياده سيالۍ په موخه تشکيل شوي وه چې له نيک مرغه نن موږ ددې سترې غونډې ګډونوال او شاهدان يو، دا دياد کميسيون دهلو ځلو سمره ده چې دابرياليتوب ۱۲ غوره قاريانو او دغونډې ټولو ګډونوالو ته د زړه له کومې مبارکي وايم . ښاغلی منيب وويل: دا دهغې سيالۍ پايله ده چې څه موده مخکې په پلازمينه او۳۴ ولايتونوکې دغوره قاريانو او حافظانو دلټې په موخه په ټول هېواد کې ترسره شوي وه چې نن ۱۲ تنه غوره قاريان ټاکل شوي او نړۍ ته پيژندل کيږي. ښاغلی ډېره کړه: دارشاد، حج اواوقافو وزارت ۱۲ غورو قاريانو ته ډالۍ په پام کې نيولي دي چې دلومړي مقام لپاره ۵۰ زره افغانۍ، ستاينليک او يو ټوک تفسير شريف، دويم مقام ته ۴۰ زره افغانۍ، ستاينليک او يوټوک تفسيرشريف، دريم مقام۳۰زره افغانۍ، ستاينليک او يو ټوک تفسير شريف ډالۍ شوه ديې ته ورته له څلورم مقام څخه تر دولسم مقام پورې ټولو قاريانو ته لس زره افغانۍ، ستاينليکونه او يو يو ټوک تفسير شريفونه ووېشل شوه. ښاغلی دقرانکريم قرائت ته فضليت ته په کتلو سره وويل: دارشاد،حج اواوقافو په راتلونکو کې دي ته ورته سترې غونډې په ټول هېوادکې دحفظ، قرائت، سيرت النبی صلي الله عليه وسلم او نورو دينې برخو کې دځوانانو او نوځانونو لپاره عامه پوهاوې او ددينې علومو زده کړ په موخه ترسره کړي. نوموړي دخپلو خبرو په پای کې له ټولو هغه کارکونکو څخه مننه او کورودانې وکړ چې ددې سترې سيالۍ په جوړولو کې يې زحمتونه ګاليې دي. بيا دکتور امين الدين مظفري دارشاد،حج اواوقافو وزارت مسلکی مرستيال ۱۲غوره قاريانو او دګډونوالو ته ددې سيالۍ دګټلو په مناسبت مبارکی وويله او دموضوع په اړه يې دپام وړ او پوره خبرې وکړي. دغونډې په پای کې۱۲ تنو غوره قاريانو باندې ډالۍ او ستاينليکونه دارشاد،حج اواوقافو وزارت درهبرۍ هييت له لورې وويشل شوه

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sun, Jun 09 2024 10:40 AM
Background image

Saturday, 2nd of Dhu al-Hijjah, 1445 AH, corresponding to 19th of Jumada al-Thani, 1403

The airplane carrying the last batch of Afghan pilgrims took off from Kandahar International Airport to Jeddah International Airport.

Thanks to the Ministry of MOHIA of the Islamic. . .

Wed, Jun 05 2024 11:32 AM
Background image

Wednesday, 27th of Dhu al-Qi'dah, 1445 corresponding to 15th of Jumada al-Thani, 1403

The Sheikhul Hadith,Dr. Noor Muhammad "Saqib," Minister of MOHIA, met with Muhammad Yusuf Kalla, Chairman of the Council for National Awakening and Mosques and former Vice President of. . .

BACK TO NEWS