نن د یوې رسنیزې غونډې په ترڅ کې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په نوښت د مشعل پوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه، دوه برخې درلودې.

bakhshi_admin
Mon, Dec 28 2020 9:44 AM
تفاهمنامه الازهر

یکشنبه ٧ مرغومي ١٣٩٩

د غونډې لومړۍ برخه کې د ارشاد، حج او اوفاقو وزارت سلاکار مفتي رحیم الله حنفي د غونډې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو سرپرست معین محمد عارف ملکیار خبرې وکړې. نوموړي دغه برنامه د علماوو د ظرفیت او ارتقاء په برخه کې مهمه یاده کړه او د داسې برنامو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د غونډې په دوام د امنیتي ارګانونو په استازیتوب د ملي دفاع وزارت عقیدتي رییس جنرال عبدالرازق خبرې وکړې. نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او علماوو له هراړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه.

ورپسې د الکوزي شرکت او مشعل پوهنتون په استازولۍ دوکتور عبدالبدیع صیاد خبرې وکړې.

ښاغلي صیاد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له رهبري څخه مننه وکړه، چې د علماوو د واقعي مقام او منزلت په ترلاسه کولو، د علماوو د ظرفیت لوړولو او د هغوی د مسؤلیت د ادأ کولو په برخه کې مهمې برنامې دلاس لاندې لري.

د یادې برنامې په دویمه برخه کې د VTC کنفرانس له لارې د الازهر د فارغینو د نړیوال سازمان مرستیال دوکتور اسامه یاسین خبرې وکړې. ښاغلي یاسین وویل: موږ د افغانستان له علماوو سره د تېرو مرستو په دوام یو ځل بیا ژمنه کوو او د افغان علماوو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هر زار مرستې او همکارۍ ته چمتو یو.

ورپسې په کابل کې د مصر الازهر د بعثې رییس دوکتور ایمن صلاح خبرې وکړې. او له افغانستان سره یې د خپلو تېرو مرستو په دوام د علماوو د ظرفیت د لوړولو په برخه او د دواړو هېوادونو د علماوو تر منځ د بېلابېلو کنفرانسونو او علمي مجلسونو جوړولو ژمنه وکړه.

دغه راز په کابل کې د مصر عربي هېواد قنسل ښاغلي محمد عبدالحلیم بېګ خبرې وکړې. نوموړي د افغانستان او مصر هېواد اړیکې مهمې وبللې او د دواړو هېوادونو فرهنګي، دیني او مذهبي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

ورپسې د مصر د لوی امام شیخ الازهر ستر سلاکار دوکتور عبدالدایم نصیر خبرې وکړې. نوموړي هم د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا، وسطیت او د اعتدال پر تطبیق هر اخیزه وینا وکړه.

همدارنګه په یاد ویډیويي کنفرانس کې د الازهر شریف پخواني رییس او د الازهر د فارغینو نړیوال سازمان ستر سلاکار خبرې وکړې. نوموړي د اعتدال او منځلارېتوب په اړه د وینا ترڅنګ د علماوو د ظرفیت د لوړولو او د اسلامي هېوادونو تر منځ د ښې همغږۍ په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

په دغه کنفرانس کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وینا هم وینا وکړه. ښاغلي حلیمي د ورور او دوست هېواد مصر د الازهر شریف پوهنتون له تېرو ټولو مرستو او په علمي برخه کې د افغان علماوو د ظرفیت لوړونې او ارتقاء په برخه کې له همکاریو څخه مننه وکړه.

نوموړي د مصر هېواد د الازهر پوهنتون څخه د افغان علماوو د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ددې کنفرانس په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د الازهر پوهنتون، مشعل پوهنتون او الکوزي شرکت ترمنځ د همکاریو ګډه هوکړه لیک لاسلیک شوه.

ښاغلي حلیمي رسنیو ته په خبرو کې وویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ټولو اسلامي هېوادونو او نړیوالو اسلامي سازمانونو سره د افغان علماوو د همغږۍ غونډې او کنفرانسونه جوړ کړي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Oct 29 2025 11:15 AM
Background image

The process of distributing prayer rugs to a number of official and unofficial mosques across the country has been completed by the Ministry of MOHIA.

Tuesday, 6 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 6 Aqrab 1404 SH

By the directive of the Honorable Minister of the Ministry MOHIA, Dr Noor Mohammad Saqib, and under the supervision. . .

Mon, Aug 25 2025 4:45 PM
Background image

The process of collecting old Qurans, torn pages, and religious books in a suitable location has begun across the country by the Ministry of MOHIA

On 1st Rabi' al-Awwal 1447 AH, corresponding to 3rd Sunbula 1404

Following the specific guidance of the esteemed leader of the Islamic Emirate, Amir al-Mu'minin (may Allah protect him. . .

BACK TO NEWS