د لیکلنې او څیړنې د اهمیت په موخه ورکشاپ

bakhshi_admin
Wed, Jul 14 2021 9:49 AM
کارگاه آموزشی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کارمندانو ته د لیکلنې او څیړنې د اهمیت په موخه ورکشاپ ترسره شو.

دوشنبه، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کار کونکو ته د لیکلنې او څیړنې د اهمیت په موخه ورکشاپ ترسره شو.

دیاد ورکشاف د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست په کتابتون کې د اسلامي علومو د څیړنې او مطالعې د ریاست لخوا ددي ریاست د مسلکي کارمندانو لپاره د لیکلو، تحقیق او تفتیش اهمیت ارزښت تر نامه لاندې یو روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

غونډه د قرانکريم د څو ‌مبارکو‌ آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د اسلامي علومو د څیړنې او مطالعاتو رئیس استاد محمد شریف "روباطي" په خپلی وینا سره د ورکشاپ پرانست وکړه. او د یاد ورکشاف په اهمیت او ارزښت خبري وکړي او زیاته یې کړه، چې د لیک لوست او څیړنیزو مهارتو په برخه کې یاد ورکشاف خورا اړین دي. او د ورکشاف ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د دوي لپاره خه فرست دی چې د یاد ورکشاف څخه ډېر څه زده کړي.

ورسته بیا د اسلامي فرهنګ او پوهنې آمر فریدالله "ازهري" د سلامي علومو د څیړنې او مطالعاتو رئیس څخه مننه وکړه او د ورکشاف په ارزښت خبري وکړي.

په پام کې ده، چې دیاد ورکشاف به یوه اونۍ دوام ولري.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS