د سویل لویدیځې حوزې د علماوو شورا رئیس مولوي خداداد صالح باندې د برید په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه!

bakhshi_admin
Sun, Jul 18 2021 9:56 AM
اعلامیه

همدا اوس مې خبر تر لاسه کړ، چې د سویل لویدیځې حوزې د علماوو شورا رئیس مولوي خداداد صالح د هېواد، دین او کلتور د دښمنانو له وسله وال برید څخه روغ رمټ وتلی دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هیئت د هېواد د علماوو، د جوماتونو د امامانو، خطیبانو او حسینیه وو په استازیتوب دغه غیري انساني او غیري شرعي کړنه په سختو ټکو غندي.

دا ډول بریدونه تل د بهرنیو مزدورو اجیرانو او د هېواد او دین قسم خوړلو دښمنانو له لوري په دیني او ښوونیزو مرکزونو، دیني علماوو، ملي شخصیتونو او عامو وګړو ترسره کېږي، چې لاسونه یې د بې ګناه مسلمانانو په وینو سره او د هېواد ملي امنیت او ثبات ته یې زیان اړولی، چې د هیڅ ډول توجیه وړ نه دي.

دغه ارګان د یو معتبر دیني ادرس په توګه د هېواد د دیني او ولسي مشرانو څخه ملاتړ کوي او د هېواد نوموتي عالم مولوي صالح او ساتونکو ته د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د بېړنۍ او بشپړې روغتیا غوښتنه کوي.

محمد قاسم حلیمي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS