د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان سفارت دقنسولی له مستشار سره وکتل.

bakhshi_admin
Thu, Apr 21 2022 9:36 AM
ملاقات با سفیر سعودی

کابل: ۱۸، رمضان‌المبارک /۱۴۴۳هـ ق.(۳۰، وری ۱۴۰۱ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب او ددې وزارت د رهبرۍ یو شمېر غړو په ګډون په کابل ‏کې د سعودي عربستان سفارت دقنسولی له مستشار ښاغلي بدر ابراهیم مجول العتیبي سره په خپل کاری دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یاد هیواد مرستیال سفیر حضور ته ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان له خلکو سره د سعودي عربستان د دوامداره همکاريو په تړاو مننه وکړه ‏او دغه هېواد ته يې د حج او زيارت په برخه کې د دغه هېواد دلا زیاتې همکاری او پراختيا غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د سرتاسری امنیت د تامین ترڅنګ د خپلو خلکو د خدمت لپاره صادقانه ګامونه پورته کړي او له ټولو هېوادونو ‏په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتنه کوي.

شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د سږ کال د فرضي حج بهیر د پیلیدو د هرکلي په ترڅ کې له سعودي عربستان څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د دغه پروګرام د راتلونکو پړاوونو لپاره د عملي اقداماتو په اړه، له مستشار‏څخه وغوښتل شول، چې د افغان حاجیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو او تمویل زمینه برابره کړي.

د سعودي عربستان سفارت دقنسولی مستشار  د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ له تودي میلمه پالنې او هرکلي څخه مننه وکړه. نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزیر یو نیک او علمي شخصیت وباله ‏او په افغانستان کې یې د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې د امن فضا رامنځته کېدو ستاینه وکړه.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Sep 26 2024 12:36 PM
Background image

The Minister of MOHIA inaugurated a large commercial market in Nangarhar province

22 Rabi al-Awwal 1446 AH (October 4, 2023)


Sheikh al-Hadith, Dr. Mufti Noor Mohammad Saqib the Minister of MOHIA, along with their accompanying delegation, inaugurated an endowment. . .

Sat, Aug 24 2024 4:24 PM
Background image

Meeting of the Minister of MOHIA with Senior Officials of Religious Affairs from Turkey.

Sheikh al-Hadith, Dr. Mufti Noor Mohammad Saqib, the Minister of MOHIA, met in his office with Mr. Salim Argun, Deputy Head of the Religious Affairs Administration of Turkey, and his. . .

BACK TO NEWS