د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لری، چې د قرآن کریم نړیوالو سیالیو (۳۹) م پړاو چې د ایران اسلامي جمهوري هېواد کې ترسره کیږي، هغه حافظان او وقاریان چې په لاندې برخو کې د ګډون غوښتنه کولی شي.
۱: د ټول قرآن کریم حفظ په تجوید سره (له ۱۸ تر ۳۵ کلونو) عمر پورې.
۲: د څیړنې (تحقیق) قرائت (له ۱۸ څخه تر ۴۰ کلونو) عمر پورې.
۳: د قرائت ترتیل (له ۱۸ تر ۴۰ کلونو) عمر پوري.
له ټولو هغو نارېنوو څخه غوښتنه کیږي، چې غواړي په پورتنۍ سیالۍ کې برخه واخلي د چهارشنبې ورځ د روان کال د سنبلې میاشتې ۳۰ مه نیټه د سهار ۹:۰۰ بجې، د خپلی تذکري (پېژندپاڼې) سره د قاریانو چارو مرکزي ریاست ته ورشي، چې ترڅو هغه اجرات په نظر کې نیول ترسره شي.
ځای: د رقاریانو چارو ریاست، د عصمت مسلم کوڅه نوی ښار، کابل : افغانستان