د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لری، چې د قرآن کریم نړیوالو سیالیو (۳۹) م پړاو چې د ایران اسلامي جمهوري هېواد کې ترسره کیږي، هغه  حافظان او وقاریان چې په لاندې برخو کې د ګډون غوښتنه کولی شي.

۱: د ټول قرآن کریم حفظ په تجوید سره (له ۱۸ تر ۳۵ کلونو) عمر پورې.

۲: د څیړنې (تحقیق) قرائت (له ۱۸ څخه تر ۴۰ کلونو) عمر پورې.

۳: د قرائت ترتیل (له ۱۸ تر ۴۰ کلونو) عمر پوري.

له ټولو هغو نارېنوو څخه غوښتنه کیږي، چې غواړي په پورتنۍ سیالۍ کې برخه واخلي د چهارشنبې ورځ د روان کال د سنبلې میاشتې ۳۰ مه نیټه د سهار ۹:۰۰ بجې، د خپلی تذکري (پېژندپاڼې) سره د قاریانو چارو مرکزي ریاست ته ورشي، چې ترڅو هغه اجرات په نظر کې نیول ترسره شي.

ځای: د رقاریانو چارو ریاست، د عصمت مسلم کوڅه نوی ښار، کابل : افغانستان

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د غوره حافظانو د پېژندلو او تشخیص په موخه د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ او تجوید یوولسم پړاو سیالۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوې، چې په پایله کې له . . .

شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

پر اسلامي امت باندې د الله تعالی له لويو نعمتونو څخه یو نعمت دادی چې ځینې داسې غوره او ځانګړي وختونه يې ورته ټاکلي دي  چې په هغو وختونو کې د نېک عمل اجر ډېر زیات وي او پکې د بندګانو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۲۲:۳۶
Background image

د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

 ټولو هغو علماء کرامو ته خبر ورکول کیږي، چې د امامت او خطابت سره علاقه لري او رسمي دنده هم ونلري: د ښه سیرت او د نیکو صفاتو خاوند ، دمعتبر او باوري علمي سند درلودلو ترڅنک ، ښه قرائت، . . .

Back to announcements