د مرکزي زون حاجیانو دریم کاروان نن د سعودی عرب څخه کابل ته راورسېده

bakhshi_admin
Thu, Jul 06 2023 9:55 PM
کاروان سوم

۱۸، ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق (۱۵ سرطان ۱۴۰۲ هـ ش) زمونږ خبریال د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه راپور ورکوي، چې په دریم کاروان کې کوم افغان حاجیان چې هېواد ته راستانه شوی دي وایي: د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوفاقو وزارت ورته په مدینه منوره او مکه مکرمه کې د تسکین، تغذیې، ټرانسپورټ او د روغتیا په برخه کې روته ټولې اسانتياوې برابري کړي وي. نن په دریمه الوتنه کې، چې د میدان وردګو او پکتیا ولایتونو شاوخوا (۳۴۶ ) تنه حاجیان په کې شامل وه، کابل ته را ورسېدل. د یادونې وړ ده چې هغه افغان حاجیان چې لومړی سعودي ته رسېدلي وو او له حج اداء کولو څخه مخکې مدینې منورې کې د اتوو شپو او ورځو تیرولو، په نبوي جومات کې د څلویښتو لمونځونو اداء کولو او سپېڅلو زیارتونو کولو وروسته، هغوی به په لومړیو الوتنو کې هېواد ته راستنېږي او کوم حاجیان چې مدینې منورې ته نه دي تللي، مدینې منورې ته به د تلو ورسته هېواد ته را ستانه شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS