د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال د درې محرابه جوماتونو د رغونې د چارو څخه لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
Thu, Aug 17 2023 2:45 PM
معین عرفان

۲۹ محرم الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۵ اسد ۱۴۰۲ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور د هغو جوماتونو د کاري چارو څخه لیدنه وکړه، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس ددې وزارت د اوقافي بودیجې لخوا جوړېږي.

یاد جوماتونه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت کې، د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) او د اټمي انرژۍ په ریاست کې جوړېږي.

په لومړي سر کې ښاغلي منصور د هغه جومات د رغونې د چارو څخه لیدنه کړه، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په انګړ کې جوړېږي، چې د ددې جومات د رغونې چارې (۵۲) سلنه پرمخ تللي دي.

د يادونې وړ ده چې دغه جومات به د (۹٫۷۹۸٫۸۷۲) نهه ملیونه، اووه سوه اته نوي زره، اته سوه او دوه اویا افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې چې په يو وخت کې به د (۵۴۰) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولری د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په پاخه او اساسی ډول جوړیږي، چې د پنځو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ورپسې د هغه جومات د رغونې د چارو څخه لیدنه وکړه، چې د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) په انګړ کې جوړېږي، د یاد جومات د رغونې چارې لس سلنه پرمخ تللي دي او دغه جومات د (۷۷۹۸۰۰۰) اووه ملیونه، اووه سوه اته نوي زره افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې چې په يو وخت کې به د (۵۵۳) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولری د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په پاخه او اساسی ډول جوړیږي، چې د شپږو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

وروسته بیا نوموړي د اټمي انرژۍ ریاست کې چې کم جومات جوړېږي د رغونې د چارو څخه لیدنه وکړه، د یاد پنځه سلنه کارونه پرمخ تللي او دغه جومات د (۴۹۴۴۰۰۰) افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS