د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د کونړ ولایت د ارشاد، حج او اوقاقو له ریاست څخه لیدنه ترسره کړه

bakhshi_admin
Wed, Sep 25 2024 1:26 PM
کنر

۲۱ ربیع الأول ۱۴۴۶هـ ق (۳ میزان ۱۴۰۳هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب او ورسره مل پلاوی کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ ددې ولایت اړوند د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه په داسې حال کې لیدنه ترسره کړه چې د کونړ والي  د علماوو د شورای  رئیس او نورو مسؤلینو یې  ملتیا کوله .

د یادې لیدنې په ترڅ کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر  په ارشادی، اوقافی او حج برخو کې د ولایتي اداری محترمو مسؤلینو په ښه ډول د کارونو د تر سره کېدو په اړه لازم هدایات او سپارښتنې وکړې، او زیاته یې کړه چې مسؤلین باید خپلو دندو ته جدي پاملرنه وکړﺉ او هغه مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره چې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له اساسي دندو څخه کڼل کیږی او کوشش وشې چې  مراجعینو سره ښه چلند وکړئ او کارونه یې پر وخت ترسره کړئ.

ورپسې د کونړ ولایت د ارشاد حج او قافو رئیس مولوي رحیم الله مذهبی خبرې وکړې او ډاډ یې څرگند کړل چې د وزارت د پالیسۍ مطابق خپل ټول وظایف په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره سرته ورسوي او هڅه به مو دا وي چې د مساجدو، حج او نورو برخو کې هېوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کړو

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS