د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ بغلان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي، اداري مسؤولینو او د بېلابېلو ولسوالیو له امامانو او علماء کرامو سره وکتل

bakhshi_admin
Thu, Dec 25 2025 9:11 AM
بغلان

سه شنبه، ۲/ رجب المرجب/۱۴٤۷هـ ق، مطابق ۲/جدی/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د بغلان ولایت له والي، محترم مولوي عبد الرحمن حقاني، د ارشاد، حج او اوقافو رئیس محترم مولوي محمد ظاهر احمدي او یو شمېر نورو اداري مسؤولینو سره په دغه لیدنه کې د یاد ولایت لخوا ولسونو ته د وړاندې کیدونکو خدماتو اړوندو اداري چارو د اجراء، د ستونزو د هوارولو او د ژوندانه په بېلابیلو برخو کې ورته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو خبرې وکړې، د یاد ولایت هڅې یې وستایلې او هغوی ته یې د لا غوره خدماتو او سهولتونه پر برابرولو ټینګار وکړ.

همدارنګه محترم وزیر صاحب د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ارشاد، حج او اوقافو له ریاست څخه هم لیدنه وکړه، د یاد ریاست چارې یې له نږدې وارزولې او د چارو د لاښه تنظیم او چټکتیا په برخه کې ورته  لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې همداراز محترم وزیر صاحب په یاد ریاست کې د پلخمري په شمول د بېلابېلو ولسوالیو له ګڼ شمېر راغلو امامانو، خطیبانو او علماء کرامو سره وکتل، هغوی ته یې د وینا پر مهال وویل چې الحمد لله زمونږ ګران هېواد افغانستان اوس د اسلامي نظام پر حاکمیت مزین شوی او ټول ولسونه د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د آرامۍ او خوشحالۍ په فضاء کې ژوند کوي، تعصبونه، تبعیضونه او تفرقې، چې د اسلام مبارک دین محکوم کړي، د اسلامي امارت په راتګ سره ختم شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د ټولو هېوادوالو دین، عزت، ناموس، مال او سر خوندي شول، اوس هېڅ افغان ‏د خپل دین، عزت، مال او سر په هکله تشویش نه کوي، دا ځکه چې اسلامي امارت، شریعت نافذ کړی او په اسلامي شریعت کې د مسلمانانو دا هرڅه محفوظ دي.

محترم وزیر صاحب همدارنګه د نړیوالو لخوا په افغانستان کې د بشري قوانینو پلي کولو ته په اشارې سره وویل: نړیوالو غوښتل چې په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ځای د دوی په خپلو لاسونو جوړ شوي قوانین دلته تطبیق کړي، خو لله الحمد د علماء کرامو په رهبرۍ د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا یې دغه آرمان له خاورو سره خاورې شو، اوس شرق او غرب دلته د بشر په لاس جوړ شوي قوانین د تطبیق لپاره نشي را معرفي کولای ځکه د افغانستان متدین، غیرتي او مجاهد ولس تر دې مخکې د انګریزانو، بیا ورپسې د روسانو او په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ د ناټو او ټولې غربي نړۍ په مقابل کې مبارزه وکړه، د دوی حاکمیت او قوانین یې دلته ونه منل او نه به يې په آینده کې ومني، محترم وزیر صاحب همدارنګه وویل: د اسلامي امارت مسؤولین، علماء کرام او ټول ولسونه باید همیشه د دغه اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په هکله متوجه او چمتو واوسیږي او هېڅ دښمن ته دلته د مداخلې او لاسوهنې اجازه ورنکړي، بلکې په کلکه یې دفاع وکړي، لکه په دې وروستیو کې چې د اسلامي امارت زړورو مجاهدینو ثابته هم کړه.

همدارنګه محترم زیر صاحب پر علماء کرامو د ملت اعتماد او باور ته په اشارې سره وویل: د افغانستان مسلمان او متدین ولس پر علماء کرامو ډاډه او باوري دی او علماء کرام د خپلو ځانونو لپاره تکیه ګاه بولي، د انګریزانو د یرغل پر مهال هم ملت پر علماوو تکیه وکړه او د دوی په فتوی او نقش قدم باندې روان شول، د روسانو د یرغل پر مهال هم ملت له علماء کرامو سره ودرېد او مبارزه یې وکړه او په دې وروستیو کې د امریکا او ناټو په مقابل کې هم ملت د علماء کرامو تر قیادت لاندې ځانونه سپر کړي وو.

بناء مونږ د اسلامي امارت مسؤولین او علماء خپل ولس ته پوره ډاډ او اطمینان ورکوو چې اسلامي امارت به هېڅکله د اسلام د مبارک دین، خاورې او ولس پر سر له هیچا سره معامله ونکړي.

همدارنګه محترم وزیر صاحب یادو امامانو، خطیبانو او علماء کرامو ته لارښوونه وکړه چې هر امام او عالم باید ولسونو ته شرعي احکام واضح کړي د دوی مسائل د شریعت په رڼا کې حل کړي، د ولس اولادونو ته د مساجدو او مدارسو له لارې علم ورزده کړي او د هغوی سالمه تربیه او روزنه وکړي.

یادو علماء کرامو د محترم وزیر صاحب له ورتګ څخه خوښي او قدرداني څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې الحمد لله د افغانستان ولسونه اوس د داسې نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي چې هغه د علماء کرامو، امامانو او ولسونو قدر کوي، د هغوی پوښتنه له نږدې څخه کوي او ټول قومونه یې په یوه ټغر راټول کړي دي.

د دې ترڅنګ محترم وزیر صاحب د امام قتیبه بن سعید البغلاني رحمه الله له زیارت څخه لیدنه وکړه، چې د امام بخاري رحمه الله په شمول د ډېرو لویو محدثینو استاد دی، د هغه روح ته یې دعاء وکړه او هلته یې د یو محراب مسجد او کتابتون د جوړولو په هکله اړوندو مسؤولینو ته لارښونه وکړه.

همداراز محترم وزیر صاحب د دغه سفر په ترڅ کې د بغلان ولایت د قند او غوري سیمنټو له فابریکو څخه هم جلا جلا لیدنې وکړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې چارې د خپلو افغاني انجینیرانو لخوا پر مخ وړل کیږي او سلګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده

محترم وزیر صاحب د یادو فابریکو د مسؤولینو له هڅو ستاینه وکړه او هغوی ته یې په اړوندو چارو کې د لازیات توفیق او بریا هیلې څرګندې کړي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

BACK TO NEWS