دارشاد، حج اواوقاقو وزارت مسلکي مرستيال د چين خق جمهوريت په کابل کې د مشته سفارت مرستيال سره ليدنه وکړه.

bakhshi_admin
Thu, May 16 2019 11:44 AM
ملاقات با سفیر چین

کابل، افغانستان: دکتور امين الدين مظفري ارشاد، حج اواوقافو وزارت مسلکي مرستيال په کابل کې دچين حق جمهوريت دسفارت مرستيال ته ښه راغلاست وايه ډېره کړه: دافغانستان اسلامي جمهوريت دچين  هېواد سره نيکې فرهنګي، ټولنيز اوسياسي تاريخی اريکي لري چې  دوزارت يې د غښتلتيا او پراختيا غوښتونکي دي.

بياپه کابل کې د چين هېواد دسفارت مرستيال دمننې په ويلو سره بيان کړه: دچين هېواد له افغانستان سره دملګرتيا مخينه لري هيله کوو چې داملګرتيا لاهم غښتلې شي .

هغه وويل : ددې ليدنې څخه موخه ستاسې دبهرنيو چارو وزارت له لورې د مکتوب راستول وو چې پکې غوښتل يې دي چې زموږ دهېواد دوتنه جيد علماء کرام د امام ابو حنيفه اعظم (رح) په ستر سمپوزيم  کې ګډون وګړي چې موږ له خپله لورې دزړه له کومې مننه کوم اوپه اړه يې دلاډېرو معلوماتو غوښتونکې يم.

دوزارت مرستيال نوموړي ته وويل: ټاکل شوي ده چې دروان کال کې د ولسمشر په لارښونه او دارشاد، حج اواوقافو وزارت  په مدريت  دامام ابو حنيفه اعظم (رح) ستر سمپوريم په کابل کې ترسره شی اوپه  دي اړه يې ورته مفصل معلومات ورکړل.

ښاغلی مظفري  دخپلو خبرو په  يوه برخه کې وويل: لکه څرنګه چې ټولو ته روښانه ده  دامام ابو حنيفه داسلامي نړۍ سترعالم اوفقهی دي چې دافغانستان او نورو هېوادو مسلمانان  يې لاروې دي چې له نيک مرغه داستر شخصيت زموږ دهېواد استوګن  دي نو په همدې موخه ددې سترفقهی شخصيت دعتداليزو  ګرنو دپيژندګولي لپاره په کابل کې ستر سمپوزيم  چمتوکړو.

دچين مرستيال سفير د ښاغلی مظفری له هراړخيزه معلوماتوڅخه دزړه له کومې مننه وکړه ويې ويل: موږ هم په خپل هېواد کې دي ته ورته  غونډې دچمتوکولو هوډ لرو هغه ډېره کړه: موږ دافغانستان سره په ګڼو برخو کې د هکاريو .

په پای کې دواړو خواو مينه وخوده د تر څو د دواړو هېوادنو علماي کرامو يوله بل سره ليدنه وکړي او خپلې تجربي سره تبادله کړي .

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Nov 12 2025 2:37 PM
Background image

The Ambassador of the Islamic Emirate of Afghanistan in Qatar Meets with the Minister of MOHIA.

Tuesday, 20 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 20 Aqrab 1404 SH
The Minister of MOHIA, Sheikh al-Hadith Dr. Noor Muhammad Saqib, met with Mr. Suhail Shaheen, the Ambassador of. . .

Wed, Oct 29 2025 11:15 AM
Background image

The process of distributing prayer rugs to a number of official and unofficial mosques across the country has been completed by the Ministry of MOHIA.

Tuesday, 6 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 6 Aqrab 1404 SH

By the directive of the Honorable Minister of the Ministry MOHIA, Dr Noor Mohammad Saqib, and under the supervision. . .

BACK TO NEWS