دهېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په یاد د زمري میاشتي په ۴ نېټه غونډه جوړه شوه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۱:۲
استقلال

په دې پرتمین محفل کې د وزارت مقام د مشرتابه پلاوی مولوی عبدالحکیم منیب د ارشاد حج اوقافو وزارت وزیر ترڅنګ، د ملي شورا استازو د هېواد د دیني عالمانو شورا استازو د مسجدونو ملا امامانو او د مدرسو زده کوونکو هلکانو او نجونو ګډون کړی وو
پروګرام د قرانکریم په تلاوت سره پیل شو او ورپسې د هېواد ملي سرود و ږغول شو، ورپسې د افغانستان د ارشاد حج اوقافو وزارت وزیر مولوی عبدالحکیم منیب خبرې وکړې او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له امله د تالار حاضرینو او ټول ملت ته وویل او زیاته يې کړه: د هېواد د جلالتماب ولسمشر د خاصې پاملرنې له امله په پام کې ده چې سږ کال د هېواد خپلواکۍ د سلمه کلیزه په شانداره مراسمو سره یاده او لمانځل شي، او همداشان په پلان کې لري چې په مرکز او ولایتونو کې سل محرابه مسجدونه ترمیم او و رغول شي.
مولوی عبدالحکیم منیب د خپلو خبرو په دوام وویل چې د زمري د ۲۸ نېټې د ښې لمانځنې په عرض غواړي د ۱۰۰ دیني پروګرامونو له لارې چې حسن قرات، مقالې لیکنه، سیرت لیکنه او د نعمت ویلو پروګرامونه د دیني عالمانو په همکاري د مسجدونو، مدرسو او خانقاوو له لارې په ټول هېواد کې ترسره کړو، چې لومړی پروګرام مو په کابل او کندهار کې نن ترسره شو او سبا ته په پلان کې ده چې په هرات او بلخ کې دې ورته پروګرام جوړ شي او داسې پروګرامونه د زمري میاشتي تر ۲۸ نېټې پوري دوام ولري.
وروسته مولوي عزیزالله مفلح د کارته چهار جامع مسجد خطیب، محترم حجت السلام اسدالله یوسفي، د پوهنتون استاد او محترم پیرمحمد روحاني د علماوو سرتاسري شورا غړي د یادې شوې موضوع په هکله مفصل بحث وکړ او ټینګار وشو چې ددې پروګرامونو په ترسره کولو باید کوښښ وشي.
په وروستیۍ برخه کې د مولوي محمد اسحق حسینی له لوري غونډه د دوعايې په لوستلو سره پای ته ورسیده

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS