له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
روند انتقال

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او انتقال بهیر، چې د حج د ټولو مناسکو له اداء کولو وروسته د ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځلسمه نېټه پیل شوی، د وزارت د وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب تر مستقیم اشراف او څارنې لاندې، د ترتیب شوي پلان او ټاکل شوي مهالوېش له مخې په منظم ډول جریان لري.

تر دې مهاله د جدې له هوايي ډګر څخه د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو د اووه ویشتو (۲۷) الوتنو له لارې د هغو حاجیانو له جملې څخه چې د حج د سفر په لومړۍ مرحله کې مستقیماً مدینې منورې ته انتقال شوي وو، ټولټال اته زره، دوه سوه او اته نوي (۸۲۹۸) تنه حجاج کرام د کابل او بلخ زونونو اړوندو ولایاتو ته انتقال شوي دي، چې له دې ډلې څلور زره، یو سل او څلور اتیا (۴۱۴۸) تنه د مرکز زون اړوند د ننګرهار، غزني، میدان وردګو، کاپیسا، د کابل ښار د نواحيو، کابل او خوست ولایتونو او څلور زره، یو سل او پنځوس (۴۱۵۰) تنه نور یې د بلخ زون اړوند د بدخشان، تخار، بلخ، بغلان، فاریاب، جوزجان، سمنګان، کندوز او سرپل ولایاتو اوسېدونکي دي.

همدارنګه تر اوسه پورې د آریانا افغان هوايي شرکت له لوري نهه (۹) الوتنې ترسره شوې دي چې پکې دوه زره او اویا (۲۰۷۰) تنه حاجیان انتقال شوي او د کام ایر هوايي شرکت له لوري اتلس (۱۸) الوتنې ترسره شوې دي چې په ترڅ کې یې شپږ زره، دوه سوه او اته ویشت (۶۲۲۸) تنه حاجیان لېږدول شوي دي.

د دې ترڅنګ له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته هم د هغو حاجیانو د ترحیل او انتقال بهیر پیل شوی چې د حج د سفر پر مهال مستقیماً د جدې هوايي ډګر له لارې مکې مکرمې ته لېږدول شوي وو، چې تر اوسه پورې د هرات، ارزګان، زابل، بادغیس او کابل ښار نواحیو اتلس سوه او څلورڅلویښت (۱۸۴۴) تنه حاجیان مدینې منورې ته رسېدلي دي.

یاد حجاج کرام به نبوي مسجد شریف ته څېرمه د مرکزي ساحې په نیول شوو عصري تعمیرونو کې تر میشتېدو وروسته څلویښت (۴۰) وخته لمونځونه اداء کړي او د مناسکو کمیټې له لوري به حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر فاروق رضي الله عنهما ته د سلام ترڅنګ، ریاض الجنة، جنة البقیع، مسجد قباء، مسجد القبلتین، المساجد السبعة، جبلِ اُحد او داسې نورو مقدسو او تاریخي مآثرو او مزاراتو ته ولېږدول شي. له یادو زیارتونو وروسته به د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د مدینې منورې له هوايي ډګر څخه مستقیماً د هېواد اړوندو هوايي زونونو ته انتقال شي.

هېواد ته د سږني کال د ټولو حجاج کرامو د انتقال بهیر به د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان او مهالویش له مخې په راتلونکو یو ویشتو (۲۱) ورځو کې بشپړ شي، ان شاءالله تعالی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

BACK TO NEWS