د ارشاد،حج او اوقافو وزیر دسعودي عربستان دحج او عمرې وزارت له لوري د «ختامه مسک» جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړ

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۲۲:۴۷
ختامه مسک

مکه مکرمه،دوشنبه۱۳ذوالحجه۱۴۴۶هـ ق مطابق۲۰ جوزا ۱۴۰۴هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب دسعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د«ختامه مسک»ترسرلیک لاندې جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ.

یاده غونډه،چې د۱۴۴۶ هجري قمري کال دحج دمناسکو دبریالي ترسره کېدو وروسته جوړه شوې وه،دافغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او نورو ګڼو اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو پکې گډون درلود، په دې ناسته کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر دکتور توفیق بن فوزان الربیعه د اسلامي هېوادونو د حج بعثو مسؤلینو هڅې او اغېزمن مدیریت وستایه، نوموړي د خپلو څرګندونو پر مهال د اسلامي هېوادونو د بعثو رول او د سږني حج د مناسکو په منظم او بریالي ترسره کېدو کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې د حاجیانو د تنظیم، خدمت او رهبرۍ په برخه کې د بعثې مسؤلینو له اخلاص، نظم، صبر او عملي همغږۍ کار واخیستي دکتور الربیعه د افغانستان په ګډون په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو د بعثو قدرداني وکړه چې د حاجیانو ستونزو ته یې پر وخت رسیدنه وکړه او د مناسکو په ټولو پړاوونو کې یې غوره انسجام او رهبري ښکاره کړه.

ښاغلي الربیعه د خپلو خبرو پر مهال د سږني حج په جریان کې له خپلي لخوا د حاجیانو د خدمت، امنیت، روغتیايي تدابیرو او اسانتیاوو د برابرولو  یادونه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي هېوادونو همغږي او همکاري د دې مهم رکن د بریا لامل شو.

په مقابل کې داسلامي هېوادونو د حج بعثو مشرانو دسعودي عربستان له حکومت، دحج او عمرې وزارت او اړوندو ادارو څخه د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د سږني حج پر مهال د غوره خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه وکړه، چې په دې لړ کې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر هم د افغان حاجیانو په اړه د یادو خدمتونو قدرداني وکړه، په غونډه کې د راتلونکي کال د حج لپاره د پلان جوړونې او همکارۍ په موخه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر له لوري د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب ته ‏د راتلونکي کال رسمي «حج وثیقه» او تفصیلي برنامه هم وسپارل شوه او  دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د ۱۴۴۷هـ ق کال د حج په جریان کې به د افغان حاجیانو لپاره نورې اسانتیاوې، لاښه همغږي او  ښه نظم رامنځ ته کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۹:۱۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل

سه شنبه، ۲۷/ جمادی الاولیٰ ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۲۷/ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ‌ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي ، د اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل

سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ‌ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي. . .

BACK TO NEWS