د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د غزني ولایت څخه لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲ - ۱۰:۳۶
سفر غؤني

(۱۱) جمادی الأولی (۱۴۴۳) هـ ق مطابق (۲۵) قوس(۱۴۰۰) هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمد «ثاقب» په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي غزني ولایت ته د سفر پرمهال ددې ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي «ثاقب» د غزني ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له سرپرست مولوي عبدالمنان مدني او نورو کارکوونکو سره دکتلو په جریان کې د هغوی کارونه او فعالیتونه وارزول او د کارونو د لاپرمختګ په خاطر یې په بیلا بیلو برخو کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست د ریاست د غوڼډو په تالار کې د غزني ښار د یو شمیر اهل تسنن او اهل تشیع مخورو علماوو سره غونډه تر سره کړه.

لومړی د راغلو علماء کرامو په نمايندګې مولوي حاجي محمد، دمحترم وزیر په مشرۍ پلاوي ته هر کلې ووایه او زیاته یې کړه چې شیخ صاحب دغه ریاست ته په خپلو راتللو سره د وزیرانو د راتلو بنیاد کېښود.

ورپسې ښاغلي «ثاقب» د اسلامي امارت د تګلارو، اهدافو او مقاصدو په اړه هغوی ته عالمانه او هر اړخیزه وینا واوروله، چې د حاضرینو د زیاتی خوښۍ سبب وګرځېده

د دې سر بیره د ارشاد، حج او اوقافو وزير د دغه ولایت سرپرست والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده او د ولایت نورو کارکوونکو سره هم وکتل او په مختلفو موضوعاتو یې خبرې او مشورې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS