د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

bakhshi_admin
اطلاعیه حفظ قرانکریم

د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د غوره حافظانو د پېژندلو او تشخیص په موخه د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ او تجوید یوولسم پړاو سیالۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوې، چې په پایله کې له هر ولایت څخه یو یو تکړه (ممتاز) قاری په وروستۍ سیالۍ کې د ګډون لپاره مرکز ته ور وپیژندل شو.

اوس د مرکز او کابل د ۲۲ نواحیو کې هغه مینوالو ته، چې قرآن کریم یې په تجوید سره حفظ کړی وي او عمرونه یې د روان کال ترپایه د ۲۵ کالونو څخه زیات نه وي خبر ورکول کیږي، چې د یکشنبې ورځ د روان کال د قوس میاشتې ۱۳ مې نیټې څخه د قوس میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې د سهار ۸:۳۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۰۰  بجو پورې د خپلی تذکري (پېژندپاڼې) په درلودلو سره د یادې سیالۍ په لومړي پړاو کې د نوم لیکنې او ګډون لپاره د قاریانو چارو مرکزي ریاست ته مراجعه وکړئ.

ځای: د رقاریانو چارو ریاست، د عصمت مسلم کوڅه نوی ښار، کابل : افغانستان

د اړیکو شمیری: ۰۷۴۵۶۸۸۱۱۸-۰۷۶۴۷۳۱۴۲۰

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۰:۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا سه شنبه، د روان کال د وري ۷مه، * د ارشاد، حج او اوقافو وزارت* د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري.

بناً د رسنیو درنو استازو ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۹:۷
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۶
Background image

د رسنیو درنو استازو!

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د امامانو د ستاژ، د تدریب الأئمه انسټیټیوټ لومړنیو پړاوونو، د عربي ژبې د زده کړې د فراغت شپږمې مرحلې او د سیرت نبوي ﷺ سیالۍ په تړاو د پای . . .

Back to announcements