د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا په نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر د لړۍ پیل

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۸:۳۵
دوره تفسیر

د هېواد په مرکز او ولایتونو په ټولو نظامي مرکزونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د پرېکړې او لارښوونې له مخې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر چارې د شعبان له لومړۍ نیټې څخه د سترو او جید علماء کرامو او خطیبانو لخوا پیل شوی او د روژې د مبارکې میاشتې تر ۲۵ نیټې پورې دوام لری.

دغه یاده درسونه به په مرکز او ولایاتو کې څه باندې ۱۱۵ نظامي او ملکي مرکزونو کې جریان ولری د بیلګې په توګه د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د مرکزي قول اردو، ملي راډیو او ټلویزیون، د بګرام هوايي ډګر فرقه، قرغې لوا، ریشخور لوا، دارالامان لوا، د کابل امنیه قومندانۍ، منصوري قول اردو (۲۰۳)، دهمزنګ د پولیسو روزنیز مرکز، پروان لوا او نورو مرکزونو کې هره ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او نظامي کسانو لپاره د جیدو علماء کرامو لخوا ترسره کیږي.      

په دې مرکزونو کې د علماوو لپاره د اعاشه او اباطه برسیره  ټول اړین امکانات د دغه وزارت له خوا په پام کې نیول شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء مقام ته د ارشاد حج او اوقافو وزارت له لوري د ترجمې او تفسير پروګرام د پيل پلان له وړاندې کولو وروسته د کابينې په ۲۶ مه غونډه کې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا تائید او هم يې ستاينه  وشوه.

همداراز شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب د یوې جلا غونډې په ترڅ کې له هغو جیدو علماوو او مشايخو سره چې په نظامي مرکزونو کې د قرآن عظیم الشان ترجمې او تفسیر تدریس ترسره کوی ولیدل. دا چې علماء کرام د اسلامي امارت د غړو او مجاهدینو د ذهنونو په روښانولو او داسلام اخلاقو په ښودلو برسیره په دي دیني برنامه کې چې دوي کومې هڅې کوي ترینه مننه وکړه او د دوي هڅې یې وستایلې.

نوموړي د روژې د مبارکې میاشتې د ښه راغلاست لپاره د دې ډول دیني پروګرامونو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

په پای کې علماء کرامو د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر پروګرام د پیل په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له نوښت څخه قدردانۍ وکړه. دوی ژمنه وکړه، چې د اسلامي امارت د اهدافو او په ځانګړې توګه د ارشاد، حج او اوقافو له وزارت سره به د همکارۍ او پياوړتيا په برخه کې همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS