د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د حج بعثې عمومي رئیس د کعبې شریفې د پوښ جوړولو له لوی مرکز څخه لیدنه وکړه

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۹:۵۵
دیدار از محل بافت پوش کعبه

۲۱ ذوالحجة ۱۴۴۴هـ ق(۱۸ سرطان ۱۴۰۲ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د دغه وزارت د یو شمير رئیسانو په ملتیا د کعبې شریفې د غلاف (پوښ) جوړولو د مرکز د مسوؤلينو په رسمي بلنه د مجمع الملک عبدالعزیز لکسوة الکعبة المشرفة څخه لېدنه وکړه.

د کعبې شریفې د پوښ جوړولو د مرکز د مشر ښاغلي احمد بن مساعد الْسوَيهري  لخوا ښاغلي وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ تود هرکلی وشو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير او ورسره مل پلاوي د  كعبې شریفې د غلاف جوړولو د دغه ځای  له بېلابېلو برخو څخه د لېدنې په ترڅ کې د کعبې شریفې د پوښ (کسوة ) جوړولو د مشر په غوښتنه ښاغلي ثاقب د کعبې شریفې د پوښ په ګنډلو کې برخه واخیسته او په خپلو لاسونو یې څو د سروزرو تارونو ټکونه له مبارک پوښ څخه وویستل.

په دي کتنه کې د دغه ځای د مشر لخوا ښاغلي ثاقب ته د کعبې شریفې د پوښ جوړولو او په کې کاریدونکو خامو موادو چې د پوښ په جوړولو او ښکلا کې کارول کیږي تفصیلي معلومات ورکول شول.

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج اوقافو وزیر دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د کعبې شریفي د پوښ جوړولو د دغه مرکز د کارکوونکو له خدمتونو څخه مننه وکړه او دوی ته یې د لا زیات توفیق هيله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

 ۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۲۲:۱۰
Background image

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریاليتوب سره بشپړه شوه

۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ چې د حج د مناسکو تر بشپړېدو وروسته په منظم ډول پیل شوې وه، په بریالیتوب سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړنۍ پروزا ترسره شو

۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۱۵ سرطان  ۱۴۰۴ هـ ش

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۷هـ ق کال د معتمرینو (عمره کوونکو) لومړی کاروان چې (۸۲) تنه  معتمرین پکې شامل وو، نن د کابل له. . .

BACK TO NEWS