د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د مصر له سفیر سره تعارفي لیدنه وکړه
دوشنبه ٢٩مرغومي ١٣٩٩
نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په کابل کې د مصر له نوي سفیر ښاغلي احمد محمد اسماعیل عثمان سره په خپل کاري دفتر کې تعارفي لیدنه وکړه.
په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي محمد قاسم حلیمي په کابل کې د افغان علماوو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د لومړۍ دروې فارغینو په فراغتغونډه کې د ګډون په پار نوموړي ته ښه راغلاست ووایه او د داسې پروګرامونو د جوړولو په موخه یې د مصر هېواد د الازهر پوهنتون له استادانو څخه هم مننه وکړه. نوموړي د دواړو دوست هېوادونو د علماوو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ. ښاغلي حلیمي هیله څرګنده کړه، چې د ښاغلي عثمان د ماموریت تر پایه پورې به د دواړو دوست هېوادونو د علماوو او خلکو تر منځ علمي او فرهنګي اړیکې پراختیا ومومي.
همداراز ښاغلي حلیمي په لاندې برخو کې له مصر هېواد څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
¤ د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د زده کړو په برخه کې د ظرفیتونو لوړول.
¤ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قرائاتو عالي معهد انسټيټوټ او د الازهر پوهنتون تر منځ د اړیکو ټینګول، د همکاریو پراختیا او دغه انیسټیټوټ ته ارتقاءورکول.
ورپسې په کابل کې د مصر سفیر ښاغلي احمد محمد اسماعیل عثمان په افغانستان کې د خپل ماموریت له پیل کولو څخه خوښي څرګنده کړه او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له مېلمستیا او تود هر کلي څخه یې مننه وکړه.
نوموړي وویل: د مصر هېواد له موخو څخه د افغانستان علماوو ته د وسطیت او اعتدال زده کړه، ترویج او د ظرفیت لوړول دي، چې په دې برخه کې عملي ګامونه اخیستل شوي هم دي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د مصر هېواد له ټولو اسلامي سازمانونو به سره د افغانستان د علماوو اوږدمهاله اړیکې ورغوي. هغه زیاته کړه، چې د کرونا ویروس له ختمېدو وروسته کوښښ کوي، چې افغان علماوو ته د مصر هېواد څخه د لیدنې په موخه د سفر زمینه برابره کړو.
همدارنګه ښاغلي عثمان د کابل او قاهرې ترمنځ د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو د علماوو او د ښوونیزو مراکزو د تشویق په موخه به له هیڅ شي درېغ ونکړي.
په پای کې نوموړي د مصر هېواد له لوري د اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ارشاد، حج او اوقافو له وزارت سره په بېلابېلو برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.