د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په لوګر ولایت کې د ساتل شوي متبرک (حضرت محمد مصطفی ﷺ ته دمنسوب شوي کمیس مبارک او خولۍ مبارکې) څخه لیدنه وکړه.

۱۲شوال المکرم ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۲۱حمل ۱۴۰۴هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخالحدیث سرمحقق دوکتور نورمحمد ثاقب نن پنجشنبه له غرمې مخکې لوګر ولایت ته سفر وکړ او په یاد ولایت کې یې د ساتل شوي متبرک (کمیس مبارک او خولۍ مبارکه) چې حضرت محمد مصطفی ﷺ ته یې نسبت کیږي لیدنه وکړه. نوموړي په داسې حال کې چې د لوګر ولایت د والي مرستیال، د علماوو شوریٰ رئیس، د ارشاد، حج او اوقافو رئیس امنیه قوماندان او له وزارت څخه ورسره تللي پلاوي یې ملتیا کوله دمتبرک څخه له نږدې لیدنه اوزیارت وکړ، او د یاد متبرک دعظمت، روحاني لوړتیا، معنوي ارزښت په تړاو یې هر اړخیزې خبرې وکړي او د ښه حفاظت په اړه یې د اړوندو مسؤلینو په همغږۍد دې اسلامي میراث د خوندي ساتلو لپاره عملي او بیړني اقدامات ترسره شول د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل، چې د دغه متبرک د لا ښې ساتنې په خاطر باید یوه ځانګړی ودانۍ جوړه شي، نوموړي د دغې ودانۍ لپاره د مناسبې ځمکې د انتخاب او ساختماني طرحې برابرولو په هکله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تخنیکي ټیم ته جدي سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې د دې متبرک درناوی او حفاظت د هر مسلمان یو ستر مسئولیت دی، ترڅو د دې عظیم میراث ارزښت له یو نسل څخه بل نسل ته په سم ډول ولیږدول شي. د یاد سفر په ترڅ کې ښاغلي ثاقب د لوګر ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست کاري چارې وارزولې او همداراز د اوقافي جایدادونو څخه د ښه مدیریت او ګټورې استفادې لپاره یې اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې د یادونې وړ ده چې دغه سفر د لوګر ولایت د شریفو خلکو، دیني عالمانو او دیاد ولایت مسؤلینو لخوا له تود هرکلي سره مخ شو او د ارشاد،حج او اوقافو د وزیر دغه اقدام یې د دیني او روحاني ارزښتونو او اسلامي میراثونو د ساتنې په برخه کې یو مثبت ګام وباله