د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مکه مکرمه او جده کې د افغانستان د وقفي جایدادونو (ملکیتونو) څخه لېدنه وکړه

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۷:۵۱
ساحات وقفی

۸ محرم الحرام ۱۴۴۵ هـ ق مطابق ۳ د اسد ۱۴۰۲ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب په مکې مکرمې او جدې کې د افغانستان هغه وقفي جایدادونه (ملکیتونه) چې په بیلا بیلو دورو کې د افغان حکومت مشرانو له خوا اخیستل شوي او افغان حاجیانو ته وقف شوي وو، د دغو ځمکو د استرداد  ( بېرته ترلاسه کولو) او په هغو باندې  افغان حاجیانو ته د دایمي هستوګنځایونو د جوړولو په موخه د افغانستان سفارت له مسوؤلینو سره لېدنه وکړه. په مکه مکرمه کې هغه ځمکه چې په (۱۱۳۶) هـ ش کال کې احمد شاه بابا د کعبې شریفي په (۹۰۰) مترۍ کې د سُليمانيه سیمې په شاواخو کې پیرلې وه او د احمدشاهي رباط له نومولو وروسته یې افغان حاجیانو ته وقف کړې وه ، خو د وخت په تېریدو سره  د حرم شریف په پراختیایي پروګرام کې دغه ځمکه شامله شوه ، همداراز په (۱۳۵۰) هجري کال کې د کعبې شریفې په (۴۰۰) مترۍ په الشبیکة سیمه کې د وخت د پاچاه محمد نادر شاه لخوا هم یوه ټوټه ځمکه چې پنځه پوړیزه دوې ودانۍ پرې جوړې وي پېرلې وه او د رباط نادرشاهي په نوم یې ونوموله. دغه ځمکې مخکې له دې  چې حقوقي مسئله او استملاک یې حل شي  ،د حرم شریف په پراختیایي پروګرام کې شاملې شوې او افغان دولت ته یې په بدل کې هیڅ ځمکه  نه ده ورکړل شوې. د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په داسې حال کې چې د اسلامي همکاریو په سازمان کې د افغانستان سفیر او دایمې استازی ډاکټر شفیق صمیم او په جده کې افغان قونسل  ډاکټر شېر محمد ابراهیمي یې هم ملتیا کوله، له هغې  څه دپاسه څلور جریبه ځمکې څخه چې د فیصل بن عبدالعزیز د واک په دوره کې  افغان دولت ته سپارل شوې وه لېدنه وکړه او ښاغلي ثاقب د دغې ځمکې د بیا ابادولو، او له دغې ځمکې څخه د ګټې اخیستنې لپاره د سفارت له مسوؤلینو سره جدي بحث وکړ او د سفارت مسوؤلینو لخوا وزیر صاحب ته د کارونو د پیل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS