د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کابل کې د ترکیې هیواد له شارژدافیر سره وکتل

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۸:۵۱
دیدار با سفیر ترکیه

سه شنبه، ۲۰ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵هـ ق، مطابق: ۸ جوزا، ۱۴۰۳هـ ش

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر ښاغلي جنک اونال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې د ترکیې هیواد شارژدافیر د اسلامي امارت د وروستیو پرمختګونو ترڅنګ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دیني او کلتوري اړیکو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: افغانان او ترکان د دین او مذهب په لحاظ یو دي، نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او ترکیې هېواد د ښو او پراخو اړیکو په تړاو خوښي وښوده او د ګډو همکاریو په رامنځ ته کولو یې ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه: مونږ غواړو د خپل هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له لارې د حج، جوماتونو او نورو دیني برخو په هکله ګډې دوامداره همکارۍ ولرو.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هیواد شارژدافیر ته د هرکلي ویلو ترڅنګ د نوموړي له ښو څرګندونو څخه خوښي وښوده

او په لنډه توګه یې د اسلامي امارت په لویو او عمده پرمختګونو رڼا واچوله او ترکیې هیواد ته یې د خپل وروستي سفر په هکله یادونه وکړه، چې د نړۍ د اسلامي هېوادونو د علماوو دغه مشورتي کنفرانس چې د یاد هېواد په تاریخي ښار استانبول کې جوړ شوی ؤ، خورا ارزښتمن ؤ او په ځانکړې توګه به د فلسطین د قضیې لپاره ډېری ګټوري پایلي ولری.

ښاغلي ثاقب د اسلامي هېوادونو تر منځ د داسې مهمو دیني او ارزښتناکو غونډو او کنفرانسونو جوړېدل خورا اړین او ضروري وبلل.

‏په دغه ناسته کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنگ د دیني او علمي اړیکو په ټینګولو او پراختیا، د علماوو ترمنځ دیو لړ مهمو موضوعاتو په تړاو د نظریاتو په شریکولو بحث ترسره شو او ژمنه وشوه چې دواړه هېوادونه به په بیلا بیلو برخو کې خپلې همکارۍ لا زیاتې، پراخې اوجاري وساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۲:۸
Background image

د افغان حاجیانو لومړنی پرواز نن دکابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسېد

 چهارشنبه ۱۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۲۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

 دحج مناسکو تر اداء کولو وروسته دافغان حاجیانو لومړنی پرواز نن له سعودي عربستان څخه کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۲۲:۴۷
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزیر دسعودي عربستان دحج او عمرې وزارت له لوري د «ختامه مسک» جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه،دوشنبه۱۳ذوالحجه۱۴۴۶هـ ق مطابق۲۰ جوزا ۱۴۰۴هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۲۱:۳
Background image

افغان حاجیانو دحج مناسک په ښه او منظمه توګه ترسره کړل

مکه مکرمه – ۱۳ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۲۰ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

دافغانستان پوره (۳۰)زره حاجیانو دافغانستان اسلامي امارت دارشاد،حج او اوقافو وزارت دمدیریت او نظارت لاندې دسږني حج مناسک په ډیره. . .

BACK TO NEWS