د ارشاد، د حج او اوقافو وزارت مرستیال د ترکیې هېواد د دیني علومو له اکاډمۍ څخه لېدنه وکړه

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۱:۱۴
ترکیه

سه شنبه ۶ رجب ۱۴۴۶ هـ ق (۱۸ جدې ۱۴۰۳ هـ ش)

 

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور او ورسره پلاوي د ترکیې هېواد د دیني اکاډمۍ له رئیس پوهاند ډاکټر انور عثمان سره  په داسې حال کې ولیدل چې د افغان پلاوي د غړو ترڅنګ د ترکیې د دیني علومو اکاډمۍ غړو هم ګډون درلود.

په پیل کې د ترکیې د دیني علومو اکاډمۍ رئیس پوهاند ډاکټر انور عثمان له افغانستان څخه ورغلي هیئت ته ښه راغلاست وویلي او د  دیني علومو د اکاډمۍ د کارونو او لیدلوري په اړه یې افغان پلاوي ته مفصل معلومات وړاندې کړل.

د ښاغلي عثمان په وینا د ترکیې هېواد د دیني علومو اکاډمۍ د تېرو  (۴۹) کلنو راهیسې د دیني علومو په زده کړو کې پراخې تجربې لري چې  دغه تجربې له نورو ډیرو اسلامي هېوادونو سره د زده کړو په برخه کې شریکې کړي.

ورپسې شیخ مولوي عزیز الرحمن منصور د دیني علومو د اکاډمۍ د رئیس پوهاند ډاکټر انور عثمان د مفصلو معلوماتو له وړاندې کولو څخه مننه وکړه او وې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت به د ترکیې هېواد د دینې علومو د اکاډمۍ له پراخو او ارزښتمنو تجربو څخه موثره ګټه پورته کړي ترڅو په افغانستان کې دینې او مذهبي بنسټونه لا پیاوړي او پراخه شي.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ دغه ډول مثبتې ناستې د دیني، مذهبي، کلتوري او علمي همکاریو د پراختیا لپاره مهمې او ګټورې ثابتېدای شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په لوګر ولایت کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب مُتَبَرَّک د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ ق،مطابق: ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د هدایت پر اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

BACK TO NEWS