د افغانستان په علومو اکاډمي کې د شیخ الحدیث قضاوتپوه دوکتور نورمحمد ثاقب د علمي غړیتوب او څېړنپوه/ سرمحقق علمي رتبې په ویاړ غونډه جوړه شوه

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۳۵
اکادمی علوم

۱۹ جمادي الأولی ۱۴۴۵ هـ ق (۱۲ قوس ۱۴۰۲ هـ ش)

غونډه د پل خشتي لرغوني او مرکزي جامع جومات د امام قاري فرید الله غفوري له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په سر کې د افغانستان د علومو اکاډمي مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب پرانیستونکې وینا وکړه او د غونډې ټولو ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه.

وروسته د غونډې ګډونوالو ته د څېړندوی ضیاءالحق سیند له خوا د شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب د علمي رتبې ‏د وړاندیز او حکم متن ولوستل شو، ورپسې د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب ژوند لیک ولوست.

بیا د مرکزي جهادي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث مولوي عزیز الله دروېش د ښاغلي ثاقب د ژوند په علمي، فرهنګي، ټولنیز او جهادي اړخونو باندې باندې رڼا واچوله او ورپسې د کابل د علماو شورا رئیس خلیفه دین محمد صاحب د علم د ارزښت او اهمیت په اړه وینا وکړه او ترڅنګ یې د ښاغلي ثاقب صاحب په علمي او جهادي اړخونو باندې خبرې وکړې او د غونډې په وروستۍ برخه کې ښاغلي شیخ الحدیث قضاوتپوه دوکتور نورمحمد ثاقب د افغانستان د تاریخي او علمي مقام په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

د غونډې په پای کې د علومو اکاډمي د مشرتابه  له لوري د شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په ګډون دچارو د ادارې رئیس نور الحق انور او د ښار جوړونې وزیر مولوي حمد الله نعماني په لاسونو ښاغلي شیخ الحدیث قضاوتپوه دوکتور نورمحمد ثاقب ته د څېړنپوه (سرمحقق) علمي رتبې سند ورکړل شو.

‏د علومو اکاډمي د ټاکل شوي علمي کمیسیون له لوري د شیخ الحدیث قضاوتپوه دکتور نور محمد ثاقب د علمي _ تحقیقي آثارو له ارزونې وروسته نوموړي ته د څېړنپوه علمي رتبه او د علومو اکاډمي علمي غړیتوب ورکړل شو.

غونډه د شیخ الحدیث مولوي محمد اسماعیل رحماني په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۱۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د الکترونیکي مسار کمېټې (د حاجیانو ویزې د چاپ سیسټم) له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

جمعه ۲۴ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۱۴ ثوز ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د الکترونیکي مسار کمېټې له کاري جریان څخه لیدنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۵۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ۱۴۴۵ هـ ق کال د حاجیانو د معلمینو لپاره تدریب (روزنیز) سیمینار دریم پړاو پیل شو.

شنبه ۱۸ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۸ ثور ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په مرکز کابل کې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د حاجیانو د معلمینو لپاره تدریب (روزنیز) سیمینار دریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۲۱:۵۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له معین سره وکتل

۹ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۳۰ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

نن پنجشنبه: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني ‏او ددې وزارت یو شمېر مرکزي ریاستونو رئیسانو په شتون کې، د. . .

BACK TO NEWS